کور / تازه خبرونه / چارواکي: په روزګان کي ٢٣ طالبان وژل سوي دي

چارواکي: په روزګان کي ٢٣ طالبان وژل سوي دي


د جنوب لوېديځ زون پوځي مقامات وايي په روزګان ولايت کي ٢٣ طالبان وژل سوي دي.


د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندان جنرال شيرمحمد ځاځى وايي دغه کسان د روزګان په چنارتو کي د افغان پوځيانو سره د جګړې پر مهال وژل سوي دي.


د جنرال ځاځي په وينا يادو سويو کسانو د ځايي قومندان ملااسماعيل کوچي تر مشرۍ لاندي فعاليت کاوه چي د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته په سيمه کي محاصره سول او د ملا اسماعيل سره يو ځاى په جنګ کي ووژل سول.