کور / تازه خبرونه / هلمند: ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

هلمند: ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته


افغان امنيتي چارواکي په هلمند ولايت کي د اوو ملکي کسانو د مړيني او څلورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
چارواکي وايي دغه کسان د چارشنبې په ورځ ١١ بجې د لښکر ګاه په ښار کي د ماين د چاودني له امله وژل سوي دي.


د کورنيو چارو وزارت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي د ملکي کسانو يو موټر له مخکي پر يوه ښخ سوي ماين برابر سو.

د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دولتي چارواکو يې د تل په شان پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه اچولې ده.