کور / هراړخیز / دپلوماسي Diplomacy څه ته وايي ؟

دپلوماسي Diplomacy څه ته وايي ؟

لغوی تعریف : 
دپلوماسي د یوناني کلمې دپلوما Diploma څخه مشتق شوی. 
پخواني یونانیانو د دپلوما Diploma کلمه د شهادتنامې لپاره استعمالوله. یونانیانو په عادی ژبه کی د دپلوما کلمه د غلاف په معنی هم استعمال کړې. ولی روماني امپراطورئ کې د دپلوما Diploma کلمه د سفر درسمي وثیقو لپاره پکار وړل شوې.
 
داکلمه د اولین ځل لپاره د انګلیسي سیاسي کلتورته ښاغلي Edmund Kurke په ١٧٩٦ د فرانسوي کلمې diplomatie څخه په خپلو مقالوکې استعمال او رانقل کړې٠
 
ددپلوماسی اصطلاحي تعریف: 
 
د سیاسی ډلو دنمایندګانو په مینځ کې دخبرواترواو دمذاکراتو هنرته دپلوماسی ویلاۍ شي. همدا راز بین الدول یا په نړیواله سطحه د سیاسي نمایندګانو په مینځ کښی مصلحت امیزو خبرواتروته چې د حرفه یی دپلوماتانو لخوا په جنګ،صلحه،اقتصاد،سیاست،فرهنګ او داسی نورو موضوګانو باندې خبرو کولو او یا تړونونو لاسلیک کولوته دپلوماسی ویلاۍ شي. باید هیر نکړو چی دا تړونونه یوازی د ملکی سیاستمدارانو دتاییده پس یوه قانوني بڼه اخلي. 
په اجتماعي توګه داسې هم ویلایۍ شو چې : دپلوماسی د یوداسی تکتیکي هنر یا پیشې نوم دی چی ددې پر اساس ستراتیژیکو مصلحتونو اومشترکو چالشونو د مینځه وړلولپاره دداسی ادواتو داظهاراتو پرمبنی چې بالکل غیر تصادفي،اخلاقي او د یوی معقولې لیاری د حل د پیداکولو چې هر اړخيزه قابل د قبول وي دپلوماسي ویلایشی. 
 
د دپلوماسي بعضې اقسام
 
د رعیت دپلوماسی citizen diplomacy
کلتوری دپلوماسی cultural diplomacy
ډالري دپلوماسی dollar diplomacy
اقتصادي دپلوماسی economic diplomacy
تعاملي دپلوماسی engagement diplomacy
څوزنځيره دپلوماسی multi-truck diplomacy
د پاندا يا چينايي دپلوماسی panda diplomacy
عمومي دپلوماسی public diplomacy
تګ راتګ دپلوماسی shuttle diplomacy
تعقيبي يا ټرک ٢ دپلوماسی truck II diplomacy 
 
مآخذونه :
www.diplomacy.edu
www.dictionary.diplomacy.edu
www.diplo.diplomacy.edu
www.wikipedia.com