کور / نثر / توپير زما اوستا څه دئ ؟؟؟

توپير زما اوستا څه دئ ؟؟؟

سپين يا آزاد شعر

زه شرا فت او ايمان لرم … خوته دانه لري .

ته بيا پيسې ، هستي او شتمني لري ،خوزه بيا دا نه لرم .

ته سلاح لرې ، قوت لري ، او زه يې نه لرم … خوزه يوازي عقل ، منطق ، دبشر پالني ملي لوړ احساس لرم ؛ چي داته نه لرې .

هر څوک چي هر څه ولري ، دهغه په خوند پو هيږي .

هغه ساتي ، دهغه دپاره جنګيږي ، نو ځکه زما اوستا په منځ کي تو پير سته. هغه داچي : زه به هميش دخپل عزت او آزادۍ دپاره جنګ کوم ، خو ته چي دغه څه نه لري ، نو به يې په قدر څه وپو هيږې . نو ته به تل دپيسو، هستۍ، شتمنۍ دپاره جنګيږې ، خو زه نه !! .

اوته په واټنو، واټنو لاره وهې اوويني تو يوې … دا په دې چي نور هم شتمن سې . نو ځکه تاته متعرض وائي او ماته مدافع . دا مو فرق او توپير دی .

ته خپل او لادونه دبل پر خاوره په ليري واټن کي وژنې … خو زما اولادونه پر خپل کور مري او شهيدان کيږي .

مرو او وژل کيږوخو دواړه… تاوان موږ دواړه کوو… ويني ددواړو تو ئيږي … ، په دې غميزه کي مقصد موږ دواړه لرو… ، کونډي ، بوري موږ دواړه لرو ، خو بيا هم زما اوستا دمرګ او تاوان تر منځ يو ډير غټ پو پير سته ؛ دا په دې چي ماته شهيد وا ئي ، ماته غازي وا ئي …

خو تاته متعرض ، چپاولګر ، زبيښاک ګر… دا ډير غټ تو پيرونه دي!! داداسي تو پيرونه دي لکه: دمځکي او آسمان تر منځ تو پير ، دښه او بد تر منځ تو پير ، دغله او دکور دخاوند تر منځ تو پير… .

نو هر وخت چي ماتاته او تا ماته په درناوي وکتل ؛ ودې ته مصالحه يا سوله وائي ، چي دا ممکنه نه ده !!

دا ځکه چي ته بر تري غواړي او زه مساوات او ته دځان بقأ زماپه مرګ کي وينې؛ خو زه دځان بقأ په خپل شهاد ت کي وينم . دامو فرق او تو پير دی .

په درناوي