صوبه پښتونخوا: مينه مجله چاپ او په ليکه شوه
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې د دويم کال دريمه او څلورمه ګڼه يعنې د ١٣٨٨ هجري نمريز کال د غبرګولي او چنګاښ د مياشتې پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه.
هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکې ډله
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا)
پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584
پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
پښتونخوا د اور په لمبو کښې (اداريه)
لره او بره پښتونخوا له يوې مودې راهسې د اور په لمبو کښې سوزيږي او پښتانۀ په وينو او خاورو کښې لوغړول کيږي، هر پښتون په خپل وطن کښې در په در خاورې په سر دئ، د پښتنو ښکلې او د جنت په شان سيمې په کنډوالو بدلې شوې، حجرې ورانې، جوماتونه ړنګ،مکتبونه ويجاړ، ناموسونه لوټ او پګړۍ ريښې ريښې شوې، د جرګو او مرکو تقدس پامال شو، د پښتنو ټول سپيڅلي روايات تر پښتو لاندې او له خاورو سره خاورې شول ، پښتانۀ ځوانان، زلميان، بوډاګان، ښځې او ماشومان په بمونو سره ټوټې کېدل د هرې ورځې معمول جوړ شوئ دئ، هره ورځ بې سرونو تنې او بې تنو سرونه د پښتونخوا په لارو کوڅو کښې موندل کيږي د بې ګناه او بې اسرې خلقو تښتول د هغوي په سرونو پېسې اخېستل او يا يې ټوټې ټوټې کول يوه عامه خبره شوې ده. هرې خوا ته د اسلام په مقدس نامه د دهشت ګردۍ بازار ګرم دئ په نړۍ کښې يو منلئ شوئ فوځي قوت، پوليس او امنيتي ځواکونه د دغو ناخوالو په مخنيوي کښې ظاهرا د خپلې ناکامۍ ښودنه کوي. خلق حېران، پرېشان او په بد حال له يو بل نه پوښتنې او تپوسونه کوي چې دا هر څه له کومې خوا راپېدا شول؟ د دې ټولو ناخوالو عاملان څوک دي؟ د دوي شا ته څوک دي ؟ دوي ته پرمختللې او جديدې او خطرناکې وسلې څوک ورکوي؟ دوي ته تنخواګانې څوک ورکوي؟ ايا دوي په رښتيا اسلام او شريعت راولي؟ ايا اسلام او شريعت حتی په کافرانوباندې د دې ظلمونو، ستمونو ، تباهيو او برباديو اجازت ورکوي؟ او که واقعي دا مسلمانان وي او دا هر څه د اسلام او شريعت لپاره وي نو بيا د دوي د ځپلو په بانه ورسره ښکېل فوځونه، پوليس او امنيتي ځواکونه څوک دي ايا دا مسلمانان نۀ دي؟ حق له چا سره دئ او په ناحقه څوک دي؟ دواړه خواوې په حقه دي او که دواړه باطلې دي؟
د فوځي قوت له لحاظه په دنيا کښې د يو منلې شوي ملک فوځ ، پوليس او امنيتي ځواکونه ولې د دهشتګردو په ځپلو کښې ناکام دي؟ د نن سبا د پرمختللې ټېکنالوجۍ او جديد آلاتو د شتون باوجود د دهشتګردو ډلو مشران ولې نۀ نيول کيږي ؟ ايا داسې خو نه ده چې د دوي په نيولو سره بيا فېلم ختميږي ځکه يې نۀ نيسي او يا به يې د صدام حسېن په شان هغه وخت نيسي چې کله ترې ټول کارونه واخلي؟ ايا د دواړو خواو ترمېنځ جنګ په رښتيا دئ او که نورا کشتي ده؟ ايا په نړۍ کښې د اسلام او پښتو بدنامولو ، د مسلمانانو او پښتنو د قوت او زور ختمولو او د عراق او افغانستان په شان په مستقيمه توګه د لرې پښتونخوا د نيولو او په مستقله توګه د فوځي اډو جوړولو امريکائي، اسرائيلي او برطانوي نقشه خو نه ده؟ ايا د عامو خلقو دا خبرې او اوازې خو رښتيا نۀ دي چې د ځينو دهشتګردو مړو په جېبونو کښې فوځي کارډونه موندل شوي دي يا دا چې ځينې مړي پکښې نا سنته موندل کيږي يا دا چې د وسلو او خوراکونو هيلي کاپټرې د جنګ سيمو ته راځي او نيم جنګي او خوراکي مواد فوځ ته او نيم دهشتګردو ته ورکړې کيږي؟
دا او د دې په شان بې شمېره پوښتنې دي چې عام او معصوم خلق يې له يو بل نه کوي او هغه خبرې دي چې عام خلق يې په محفلونو کښې له يو بل سره کوي او بحثونه پرې کيږي. خېر چې څومره خولې هومره خبرې. اوس حقيقت څه دئ؟ دا به يو خدائ ته معلوم وي او د وخت له تېرېدو سره سره به حق او حقيقت په خپله په ډاګه شي. او که واقعي دا د امريکې، صهيونېسټ رژيم ، برطانيې او نورو استکباري قوتونو سپېره او شېطاني نقشه او سازش وي نو لکه څنګه چې يې د ايران د اسلامي انقلاب، په لبنان کښې د حزب الله په خلاف او په فلسطين کښې د حماس په خلاف نقشې ، دسيسې او سازشونه ناکام شول او په عراق او افغانستان باندې قبضه يې له ماتې، شکست او ناکامۍ سره مخامخ شوې ده دغه شان به انشاء الله په پښتونخوا کښې هم په خپلو شېطاني منصوبو، پلانونو، دسيسو او شازشونو کښې ناکاميږي. او هغه حق او حقيت او رښتينئ محمدي (ص) اسلام چې نۀ د امريکائي او درباري اسلام او نۀ د دهشتګردانه، متحجرانه او جعلي اسلام حامي دئ نه يوازې به په لرې او برې پښتونخوا باندې بلکې په ټوله نړۍ باندې غالب وګرځي. د هغې ورځې په هيله !