کور / شعر / غــزل

غــزل

په پوهنتون کـــــــــي چې لکچر ګورم دفتر راياد شي


که په دفتر يم بيا پکتيا موسم نښتر رايــــــاد شي


زه چې دزهد ژمنه وکړم خيال دې شتــــه څـــه وايم


پنسل قلم وي عشقي شعر او خپل دلبر رايــــاد شي


مينه څپه لري، غوټـــې وهي، لمبــــــې خـــــــــوروي


نه تــــــرې خلاصېږم، مجاهدکړم ځان سنګر راياد شي


تصويــــر يې هـــره شېـــبه داســــــــــي ګواهي راکوي


چې ورتـــــه زنـګ وکړه مــــــي ذهـن ته نمبر راياد شي


ژوند ټول عجيب شانې تيرېږي، يې په هېـڅ پـوه نه شوو


نن په کابل، سبا ته کوز، بل سبا بـــــــر رايـــــــاد شي


چې يې دخيال خوبونه ووينـــم اوچـــت وي هومـــــــره


آسمــــــان ته ځيـــــر شم ورته ګورم بيا يو غـر راياد شي


چې کله راشي کله درشم دلــــــــــــربــــــــا کور ته دې


امين زى خوښ شم ښه شېـبه وي چي اختر راياد شي

.