کور / هراړخیز / د چين تمدن: جغرافيوي موقعيت او تاريخي سوابق

د چين تمدن: جغرافيوي موقعيت او تاريخي سوابق

چين هغه هېواد دى چې د ختيځ له لورې د آرام اوقيانوس؛ د غرب له لورې د قزاقستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان؛ د شمال له لورې د روسيې او مغولستان؛ او په جنوب کې د هندوستان، بنگله دېش، ميانمار(برما)، لاؤس او ويتنام د هېوادونو سره گډه پوله لري او د آسيا په براعظم کې د لويو هېوادونو د ډلې څخه گڼل کيږي.


د چين هېواد د اقليم له پلوه په دؤو، وچو او مرطوبو، ناحيو ويشل کيږي، وچې منطقې لکه تبت او سنکيانگ د چين په لويديځ کې واقع دي او مرطوبې منطقې د چين د تاريخي دېوال پر شرقي منطقو، ، مرکزي سيمو، د هوانگهو پر لوېو جلگو او د يانگ تسه کيانگ پر دَرې يا رود مشتملې دي چې د چين د هېواد په شرقي برخو کې موقعيت لري. دغه هېواد د اوبو څخه ډک سيندونه لري چې ټول ئي د غربي غرنيو سيمو څخه سرچينه اخلي او د ختيځ په لور بهېږي. لوې سيندونه ئې هوانگهو او يانگ تسه کيانگ دي چې هر يو ئي په ترتيب سره د ٤٢٠٠ او ٤٨٠٠ کيلو مترو بهېدو څخه وروسته په آرام اوقيانوس کې توئېږي. دغه سيندونه د دجلې او فرات، نېل او سِـند د سيندونو په څېر د ځانه سره زياتې خټې او خړې راوړي او په ختيځو جلگو کې ئې خپروي او د دې ځمکو د ښه حاصل ورکولو سبب کيږي.


لومړنۍ منطقې چې د چين د لرغوني تمدن د رامنځته کېدو د پاره ئي شرائط برابر کړي دي، د پورته يادو سيندونو په غاړه پرتې سيمې دي. د ځينې طبېعي موانعو لکه پراخه دښتو، غرونو، او ځنگلونو د موجوديت په اساس تر يوه حده د چين روابط د هغه وخت د شاؤخوا هېوادونو سره محدود ؤو په همدې سبب د دې هېواد تمدن خپلواک او د دوې د خپل کلتور تر تاثير لاندې ؤ او يواځې په ډېرو کمو مواردو کې يې کولاې شو د ګاونډېو هېوادونو د تمدن تاثير مشاهده کړو.


د چين تمدن د ١٦٠٠ ق م کلونو په حدودو کې د چين په شمال کې د آسيا د لوې سېند په څلورمه دره کې چې هوانگهو (زېړ سېند) نومېده، پيل شو.

د هوانگهو د سېند ناڅاپي مستۍ د سِـند د سيند په څېر د مړينو او زياتو خرابيو سبب کېده چې په همدې خاطر د چين په ماتم مشهور شو.
 


د پخواني چين نقشه

لرغون پېژندونکو د هوانګهو د غاړو د کليو نه ځينې ثبوتونه موندلي دي لکه د (فلز او غير فلز د ترکيبي) الياژو لوښي، غمي او داسې نور شيان. دا شيان چې د قبرونو څخه لاس ته را غلي دي د ټولنيز طبقاتي توپير ثبوت دى او د دې نښه ده چې ځينې خلک ډېر ماړه او ځينې تش لاسي ؤو.

په هر ترتيب هغه ډېر ثابت او له ډېرو لورو بريالى تمدن چې تاريخ يې په خپله سينه کې ساتي، په چين کې پيل شوى دى.د سياسي او ټولنيزو سرکښانو د اوښتو را اوښتو سره سره دې تمدن د خپل ژوند بيسټيز توکي ساتلې او په هماغه حالاتو کې يې پراخه سيمې او بـېلابـېلې پرګنې د چيني ساز منلو ته را کښلي دي. د چين لوړو طبقاتو چې ځانونه يې د نړۍ قطبان ګڼل، د تاريخ هغه ډېرې منسجمې حاکمې ډلې يې جوړې کړلې. دوى هنري ظرافتونه د سترو اداري وړتياؤو سره ترکيب کړل او تر (500 ق م) د دې هېواد د کلتور لويه برخه تثبيت شوه.


چين د شانګ په دوره کي:

کله چې اريايي يرغلګر د سِـند درې ته و رسېدل، ژوند د هوانګهو د رود په منځنۍ سيمه کې د لمړي ځل د پاره د يو دولت د تشکيل په لوري مخه کړې وه. د چين هېواد د شانګ په نوم د يو قوم د نظامي برياؤو پايله ده چې په همدې نوم د يو کس د لارښوونې لاندې منځ ته را غى.

احتمال لري چې د شانګ نه مخکې د هسيا(Hsia) په نوم يوې بلې لړۍ په چين کې حکومت کړى وي چې په لرغوني تاريخ کې په چين د لمړۍ حاکمې ډلي په نوم يادېږي. خو د شانګ د سلسلې په خلاف، د هسيا لړۍ تر اوسه د لرغون پېژندنې په شواهدو نه ده ثابته شوې او په رواياتو او کيسو کې بيان شوې ده.

د شانګ لړۍ د يو شمير جګړو په نتيجه کې ګاونډي هېوادونه او واړه واړه دولتونه و نيول او د هوانګهو د رود خانې په منځنۍ برخه کې يې يو دولت جوړ کړ.

د شانګ قوم د نورو چينايانو او هغه قومونو غوندې چې همدوى ورته ماته ورکړې وه، د تبتي چينايانو ژبني غړي او د مغولي کورنۍ يا زېړ پوستکو د نژاد غړي ؤو.

د شانګ د ټولنې ادارې ټول هغه څه په لاس کې واخيستل چې د مدني ژوند په لار روان شوي ؤو. کليوالو پرمختللي ډبرين وسائل او فلزي وسلې جوړې کړې، کرنې لا له پخوا د اقتصادي معيشت په توګه د خوراک د پيدا کولو د پاره د ښکار ځاى نيولى ؤ. کليوالو څو ډوله کورني حيوانات ساتل او په مستو ځمکو کې يې غنم، جوار، ږدن او وريجې کرلې او د خلکو لوى کسب کرنه وه. د هوانګهو (زيړ) رود دواړه خواوې د مستو ځمکو او پراخو دښتو په لرلو د چين د غلې په ډېري بدل شو. خو د دې سيند د دواړو خواؤو د اوسېدونکو ژوند له ستونزو خالي نه ؤ. د نيل د سيند په خلاف، د دې سيند نيزونه (سيلابونه) ډېر ورانونکي ؤو او په کار وه چې د بندونو او جَوَړونو (لويو لويو ډنډونو) په احداثولو (جوړولو) قابو شواى واى.

د زيړ سيند منځنۍ دره د چين د تمدن ځانګو ګڼل کېږي. ولې د يانګ تسه کيانګ رودخانه هم د چين په تاريخ کې په همدې کـچ ارزښت لري. يانګ تسه کيانګ يو لوى سيند دى چې د د زيړ سيند په پرتله غلى دى او ډېر اوږد بهېږي. دا سيمه تر پنځمې مېلادي پېړۍ پورې د چين د وريجو په ډېر بدله شوه او په پاى کې د يانګ تسه وريجو د زيړ سيند د درې له غنمو زيات ارزښت پيدا کړ.

د دې دوو سيندونو په غاړو پرتو دښتو او د هغوى د دلتاګانو ترمنځ ساحلي سيمې د لرغوني چين ډېرې متراکمې، ګڼ مېشتې، او ارزښتناکې سيمې شوې.

د پخوانيو تمدنونو په منځ کې د چين تمدن د ټولو نه لږ د بهرنيانو تر اغېزې لاندې را غلى ان د مصر له تمدن نه هم غاړې ته پاتې شو. داسې څرګنده ده چې کرنه او پښ توب (فلزکاري) بېله کوم نقله پخپله په چين کې را ټوکيدلي دي. د چين هنرونو او علومو له هند يا بين النهرين سره هېڅ اړيکه پيدا نه کړه او کله چې د زيړ او يانګ تسه د سيندونو په غاړو د چېن تمدن و غوړيد او خپلې ځانګړې ځانګړنې يې را څرګندې کړې دا تمدنونه ډېر وروسته له هغې منځته را غلل ،.

د شانګ د دورې په هکله زمونږ زياتره معلومات د تاريخ نه نه، د لرغون پېژندنې نه لاسته راغلي ځکه د شانګ د دورې مکتوبات ډېر نه دي. د1920 مېلادي کال نه وروسته څو ښه ماړه قبرونه د خاور نه را ايستل شوي دي چې دا ښئي چې يو غښتلى پاچا د خپل جګړه ايز دربار سره د قدرت په سر کې ناست دى او جګړه يو عادي کار دى. د کمال خاوندان او تاجران د جنګيالو نه په ټيټه رتبه کې واقع کېدل.

د چينايانو لويه برخه په کرنه لګيا وه. د شانګ په دوره کې د ورېښمو له چنجي نه کار اخيستل شوى او له هغې نه جوړ شوي شيان به يې هند ته لېږل.

څېړونکي لا تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د لرغونې زمانې چينايانو کوم ګډ دين درلود چې ټول په هغې پسې لاړ شي که نه؛ ګڼ د نظر خاوندان په دې عقيده دي چې د چين لوړو طبقو په يو لړ معبودانو عقيده درلوده او ډېرى خلکو په نورو هغو.

د شانګ په دوره کې د چين د ژوند څو اړخه را برسېره شوي چې په لاندې ډول دي:

لمړى- د کورنۍ فوق العاده ارزښت: د نورو کلتورونو په پرتله د چين کلتور کورنۍ ته د عمومي ژوند د بېلګې او د ټولو ښېګڼو د سرچينې په توګه ډېر ارزښت ور کاوه.

دوهم- مشرانو او زړو ته د ځوانانو احترام او عزت: چينايان په دې عقيده ؤو چې تجربه له نظريې ډېر ارزښت لري او د ځوانانو د يو خوله کولو په خاطر او ترقۍ ته د هغوى د رسولو د پاره هغوى ته په کار ده چې له مشرانو ډېر څه زده کړي.

دريم- په دې دنيا ټينګار: په پخوانۍ زمانه کې دنيا پالنې ته د چين د تمدن په اندازه د بل هېڅ تمدن مخه نه وه ځکه چې چين هېڅکله هم د کاهنانو (فالګرو او کوډګرو) ډله نه لرله او دولت به تل مذهبي چارې د دنياوي کارونو او علمي دندو تابع (وروسته) ګڼل.

څلورم- د تحصيل او ليک- لوست ارزښت: د چين د تمدن په توله بل هېڅ تمدن هم د ليک او لوست ځواک د خپل بري د پاره د دومره ارزښت وړ نه ؤو ګڼلي. د لرغوني چين د ليکلو ژبه بـېساري پېچلې وه (وروسته بيا ساده کړاى شوه). د ليک او لوست د زده کړې دپاره په کار وه چې کلونه کلونه لټه و کړى شي خو کله به چې چا تر لاسه کړه نو د شتو او ځواک دروازې به ورته خلاصې شوې. لکه څنګه چې څرګنده ده د ق.م. په يولسمه پېړۍ کې د شانګ چارواکي د کورنو او کمزورو کوونکو مخالفتونو سره مخ شول او لږه موده وروسته د ٫٫چو٫٫ د لړۍ په لاس را و پرځـېدل.


د ٫٫چو٫٫ ګانو لړۍ:

د چو قبايل چې د شانګ د دولت په لوېديځ او د هوانګ هو د ناوې په نورو ناوونو کې يې ژوند کاؤ، د يوې خوڼړۍ جګړې نه وروسته يې د شانګ دولت ته ماته ور کړه او د شانګ د امپراتورۍ ټوله خاوره يې و نيوله.

دې لړۍ شاوخوا 900کاله په چين حکومت و کړ او د هيواد پولي يې ډېري پراخه کړې. د چو لړۍ د زېړې رود خانې د دواړو خواؤو د شمالي او مرکزي سيمو په نسبتاً محدودو برخو بسنه و کړه خو د ختيځ له لوري بحر او د غرب په لور په بشپړ ډول مغولستان ته ورننوتل.

د چو د سلسلې په هکله معلومات نسبت د شانګ دورې ته زيات دي ځکه چې آدبي اثار ترې زيات پاتې شوي دي.

د چو ګانو د حکومت په دوره کې په چين کې مرکزي دولت منځته را غى او د پيسې جوړول پيل شول. د چو د دورې يو نوى کار په آسماني قيموميت (محافظت، حاکميت) عقيده وه. د دې دورې لمړنيو پاچايانو داسې القاب لکه ٫٫د خداى زوى٫٫ د خپلو نومونو سره يو ځاى کړل. د چو لمړنيو حاکمانو د شانګ د لړۍ د را پرځولو د پاره له زور څخه د استفادي د توجيه کولو په خاطر دا عقيده تقويه کړه چې ٫٫آسمان٫٫ يعنې د ماورا الطبيعه (د طبيعت نه ها خوا) څښتن چې په ټول ژوند نظارت کوي، په ځمکه کې خپلو ټاکلو چارواکو ته يې قيموميت (حاکميت) ور کړى او ويل به يې تر څو چې د ځمکې چارواکي په ښېګړه او عدالت حکومت کوي، هغه به يې قيموميت هماغسې و ساتي خو د خدايانو له اعتماد سره د خيانت په صورت کې ور څخه دا قيموميت اخيستل کېږي.

هغه حاکم چې خپل رعيت د پردو د يرغل نه و نه شي ساتلى، او د کورني مخالفت په تم کولو کې پاتې را شي، د خدايانو له اعتماد سره يې خيانت کړى دى. په دې ډول يې د يو تر ده د لوړ قوت يا توطئي په وړاندې د ده ماتې له ده څخه د آسماني قيموميت د اخيستنې نخښه ګڼله. د ځان د خدمت دا حيرانونکې نظريه چې د توطئو او اړو دوړونو د نوجيه (وجه پيدا کولو) د پاره ترې کار اخيستل کېد، د چين په تاريخ کې په يو فوق العاده عامل بدله شوه او د دې سلسلې لمړني پاچايان د خپلې تورې په ځواک متکي ؤو.

په هر حال د چو لړۍ دوه سره بېل بېل پړاوونه لري:

لمړۍ مرحله يوه يوموټى امپراتوري ده چې له 1100نه تر750ق م پورې يې حکومت کړى او دوهم پړاو يې د چو وروستۍ لړۍ ده چې د 750نه يې تر 400 ق م دوام وکړ. د چو وروستۍ لړۍ د پر له پسې بغاوتونو سره مخ شوه چې د وخت په تېرېدو په چين کې فيوډالي ټولنه را منځته شوه او پاچايانو خپلې زياتې اداري او نظامي دندې محلي اشرافو ته پرېښودې. دا اشراف په قابو کې ؤو چې د نوو ځمکو له ميندلو ګټه واخلي چې د دې په نتيجه کې چين ډېر پراخه شو خو پاچاهي حکومت کمزورى کېده او اشرافو د ق م د 500م کال پورې د دې امپراتورۍ لويه برخه خپله کړه او سل کاله وروسته يې مرکزي واک په بشپړ ډول په لاس کې و نيو.


د کنفوسيوس نظريه (Confucianism)

 د دې نظريې مؤسس کونګ- فوتسو (Kung-Futse) يا کنفوسيوس دى چې له 551 څخه تر 479 قبل الميلاد پورې يې ژوند کاوه. نوموړى د چين له لويو لويو کلتوري ځواکونو څخه ؤ. دى په داسي وخت کې په يوه اشرافي خو فقيره کورنۍ نړۍ ته را غى چې د چو امپراتوري د شلېدلو په حال کې وه او د جګړه مارانو د زمانې نوابۍ (امارتونه)پبيلېدلې.

کنفوسيوس په دې عقيده ؤ چې د سيمي د پر مختلونکو اربابانو تر منځ به يو د ده د لياقت وړ مصروفيت لاسته را وړي خو چې بريالى نه شو نو د اشرافو د زامنو معلمي يې و منله او د خپلو زده کوونکو د لارې يې شهرت و موند. ده د خپل عمر په وروستېو کې 300 زده کړي لرل. کنفوسيوي د مړينې په وخت کې فکر کاؤ چې په ژوند کې ناکام شو خو د وخت په تېرېدو د خپل وخت نوميالى فيلسوف شو. د کنفوسيوس له مړينې وروسته د هغه مُريدانو د هغه ويناوې د آثارو د ګـُـلو د ګېډۍ په نوم د عقل (پوهې) په کتاب کې را ټول کړل.

کنفوسيوس د خلکو د اخلاقي اصلاح د پاره زياتې هڅې تر سره کړې. د هغه فلسفه ډېره ساده او د مسئوليت د اداء پر بنسټ ولاړه وه. هغه به ويل چې هر څوک دې خپل ځان د دې مسئول و ګڼي چې خپله وظيفه په ښه وجه اداء کړي.

کنفوسيوس د وګړو په تېره تېره د واکمن او اتباعو تر منځ اړيکو ته ډېر متوجه ؤ. هغه له څښتن سره د انسان د اړيکو اعجاز يا له مرګه وروسته ژوند سره له سره مينه نه ښودله. سړى د کنفوسيوس د آثارو په لوستلو ډېر ښه پوهيد چې ولې چينايانو ته په دنيا ميئن خلک ويل کېدل.

د کنفوسيوس په ګروهه، چينائي کورنۍ ډېره غوره بېلګه ده. هغه په دې ګروهه ؤ چې هېواد دې د يوې کورنۍ د ورځنېو چارو په شان سمبال کړى شي چې پلار په کې بلا منازعه رئيس دى، هره ځانګړې دنده د کورنۍ کې د يو وګړى په غاړه ده او پوهان او مشران د کشرانو لارښوونه کوي، تر ټولو د ډېر عمر څښتن سړى د نورو د ساتنې او لارښوونې مسئول دى او که تېر هم وځي، خو نور به د هغه په پل ځي.

هغه به په ټولو باندې د ادب، عدالت او منځلاريتوب ټينګار کاؤ او دا يې د چارواکو د پاره ستره ښېګڼه شمېرله او ويل به يې چې ځواکمن او زورور وګړى دې د خوارانو او بې وزلانو په وړاندې د مسئوليت احساس و کړي. د هغه دا عقيده وه چې نجيب او شريف وګړى جوړول کېږي نه دا چې زېږول کېږي. د کنفوسيوس په نظر د رښتيني ارزښت لويه برخه د ځان شريف جوړولو زده کړه ده نو ځکه دې د زده کړې تنبې د هر هغه چا په وړاندې بېرته وي چې وړتيا يې لري او د شريف سړي وړ ځاى په حکومت کې دى تر څو واکمن ته نصيحت و کړي او و يې څاري چې د حکومت سياستونه يې د عدل وي او د ټولو خلکو په ښېګڼه تمام شي. هغه به ويل د شريفو او نجيبو مشاورانو له استعداد او پوهې نه دې په پرله پسې ډول ګټه واخيستل شي. په دې ډول کېدلاى شي چې يو واکمن د آسمان قيموميت (حاکميت) خوندي و ساتي.

کنفوسيوس به ويل چې عام او خاص ټولې بشري چارې له پنځو اړيکو سره تړون لري: د پلار او ځوى اړيکې، د ښځې او خاوند اړيکې، د مشر او کشر ورور اړيکې، د حاکم او مامور اړيکې او د يو ملګري له بل سره اړيکې. ليدل کېږي چې له دې منځه درې اړيکې د کورنۍ له چارو سره تړاو لري نو څرګنده ده چې کنفوسيوس کورنۍ ته په څومره ارزښت قائل ؤ. د هغه په عقيده ټولنه د ټولو سياسي او ټولنيزو ترتيباتو د بنسټ ډبره وه او دا ټينګار لا هماغسې د چين په نني ژوند کې دوام لري.

د عقل نه د ګټې اخيستنې فلسفې او د ولسي امورو واک سپيڅلو او متقي خلکو ته سپارلو په چين کې ژورې اغېزې پرېښودلي او د هغې نه وروسته به د کنفوسيوس د اصولو د کارونې يا نه کارونې پر بنسټ د واکمنو په هکله قضاوت کېد. د کنفوسيوس د اصولو پر بنسټ او په هغه د (لوى استاد) په عقيده په چين کې يوه لويه ډله منځته را غله چې وروسته د (ارين سارى) په نوم ياد شول او په چين دوه زره کاله واکمنه طبقه يې تشکيل کړه.

کنفوسيوس 72 کاله ژوند و کړ. دى د کومې لارې بنسټ اېښودونکى نه ؤ خو مُـريدانو يې د هغه عقائدو ته زښت زيات درناوى درلود، د هغې په تبليغ يې پيل و کړ، دهغه عقائد يې د يو دين په ډول و منل او د ق م په پنځم او څلورم قرن کې دې لارې په چين کې پراختيا و موندله.

د کنفوسيوس فکري نظام ته د چين د واکمنو د تمائل يوه بده پايله دا وه چې خلکو ته يې توصيه کوله چې منځلاري و کړي او له تاو تريخوالي ډډه و کړي او د دې تفسير يوه پايله هم د استبدادي حکومت تصديق ؤ، وروسته بيا واکمنو د کنفوسيوس دا نصيحتونه په پرانيستې غېږ بدرګه کړل او همدې کار د چين په تاريخ کې کله نا کله ستونزې و زېږولي.
 


د چين د تمدن لاسته را وړنې:

د چين تمدن د نړۍ د تر ټولو اصيلو تمدنونو له ډلې يو دى چې نړۍ والو ته يې لوېې لاسته را وړنې وړاندې کړې ديږي. د هغې زمانې د تمدنونو پر خلاف، سره له دې چې د چين تمدن وروسته وروسته را څرګند شو خو زيات پايښت يې و کړ. د چين تمدن د هغې زمانې د نورو ولسونو د لاسته را وړنو نه په ډېرو برخو کې توپير لري او د چين د تمدن سره د پخواني ختيځ په تمدنونو کې ډېر لږ ورته والى ليدل کېږي. پخوانو چينايانو د ستورو په برخه کې څېړنې و کړې او د هغو ځاى- ځايګى به يې د نقشې په مخ ترسيم کړ او د همدې څېړنو په پايله کې يې وروسته وروسته د نجوم د علم په هکله پر مختګونه لاسته را وړل. چينايې ستورپېژندونکو خسوف او کسوف پېژندل او د خسوف او کسوف د پېښېدلو وړاندوېنه به يې د لکۍ لرونکو ستورو په څرګندېدلو کوله.

که څه هم په بين النهرين او مصر کې قَـمري تقويم لا مخکې جوړ شوى ؤ خو چينايان لمړني خلک ؤو چې شمسي تقويم يې اختراع کړ. په رياضياتو کې هم هغوى د جذر په خواصو او مکعب او قايم الزاويه مثلث پوه ؤو.

د چينايانو هُـنري برياليتوبونه ډېر په مفرغي(د فزاتو او غير فلزاتو د ترکيب څخه جوړ شوو الياژي) لوښو کې موندل شوي دي. هنروالو د شانګ د دوري په سر او د چو د دوري په پاى کې د څښاک ډول ډول پيالې، ګُـلدانونه، د شرابو لوښي، د سينې سنجاقونه او لوى لوى مډالونه جوړ کړي دي چې فني لوړتيا، ظرافت او هنري حيثيت يې د حيرانتيا وړ دي.

د فلزاتو کارول په ټوليز ډول په پخواني چين کې ډېر پرمختللي ؤو. پر الياژ سربېره د شيانو او وسلو په جوړلوو کې د چدن او مسو څخه هم کار اخيستل کېد.

د اوسپنيزې ېوې (سپارې) جوړېدل د کرنې د ښکلا او اغېزمنتوب باعث شو ځکه چې دې ېوې د لرګي د هغې نه ځمکه ښه اړوله. د لور او چاقو اودا ډول نورو آلاتو په جوړېدلو زراعتي محصولات زيات شول او د لويو ښارونو جوړېدل يې شوني کړل. د چين بزګرانو نسبتاً ښه ژوند درلود او د مصري بزګرانو غوندې د بېساري اقتصادي موقيعيت نه برخمن ؤو. په نورو ټکو هغوى په محصول کې شريک بزګران ؤو او دولتي قوانينو د هغوى نه د مالکانو د حرص او رخې په وړاندې ملاتړ کاؤ.

پخوانو چينايانو د ډبرو سکاره کشف کړي ؤو او د هغې نه يې د سون د موادو په توګه کار اخيست. د پردو (غليمانو) د يرغل نه د مخنيوي د پاره يې د چين دېوال جوړ کړ چې د چين په شمال کې موقيعيت لري او د نړۍ د (اوو) عجائبو په ډله کې شمارل کېږي. دا دېوال له تيګو او خښتو څخه جوړ شوى دى او په رغون کي يې د دوه ميليونو په شاوخوا کې مرئيانو او بانډه چيانو ګډون کړى دى. د دې ديوال اوږد والى 2410 کِـلومتره او لوړوالى يې 8 متره دى او پس له هرو 270-180 مترو يې د 12 مترو په لوړوالي برجونه هم جوړ شوي دي. د دې دېوال په جوړښت د هغې زمانې حاکمانو ځانونه د يرغلګرو له يرغله ژغورلي دي.

چينايان لومړني خلک ؤو چې د چاپ د کمال په اختراع، د قطب نما په کشف، د کاغذي پيسو په اختراع او د باروتو په جوړولو يې پيل و کړ او ننۍ نړۍ يې پوروړې ده.

د يادونې وړ ده چې لکه څنګه چې د يونان تمدن ټوله اروپا تر خپلې اغېزې لاندې را وستله، د چين تمدن هم د کوريا، ويتنام، جاپان، مغولستان او نورو غوندې هېوادونو باندې اغېزه و کړه او د دې هېوادونو د تمدن د پاره د ښې بېلګې په شان واقع شو.