کور / تازه خبرونه / پېښور: چاودني دوه پوليس مړه دوه زخميان کړل

پېښور: چاودني دوه پوليس مړه دوه زخميان کړل

 

د پېښور ښار په بيري باغ د پوليسو پر يوه موټر ماين چاودلئ چي له امله يې دوه پوليس وژل سوي دي.

د پېښور امنيتي چارواکي وايي پوليسو په يوه موټر کي ګزمه کوله چي په بيري باغ کي د سړک د غاړي ماين ورباندي وچاودئ دوه پوليس يې ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.

د چارواکو په ګومان ماين د ريموټ په ذريعه منفجر سوئ دئ او په دې تور يې د څو شکمنو کسانو د نيولو خبر هم ورکړئ دئ.