کور / رسنۍ / كندهار : دسپوږمۍ مجلې دوهمه ګڼه چاپ شوه

كندهار : دسپوږمۍ مجلې دوهمه ګڼه چاپ شوه

 


په كندهار كې دښځو لپاره چاپېدونكې سپوږمۍ مجله نن له چاپه راووته دادسپوږمۍ دوهمه ګڼه ده چې ټول شپږ دېرش سرليكونه يې خپاره كړي دي . سپوږمۍ په ښه ډيزاين او ديوې نوې پوښتۍ سره دلوستونكو په وړاندي راڅرګنده شوې او پرپوښتۍ يې ديوې داسي مېرمني انځور خپور شوى چې په چايدري كې ناسته اوسپوږمۍ مجله لولي . دسپوږمۍ مجلې چلوونكي وايي چې دوى په هم دغه ګڼه كې دلوستونكو لپاره ګڼ نوي او په زړه پوري توكي رااخيستي دي سپزږمۍ يوه مياشتنۍ خپرونه ده او له كندهاره خپرېږي