کور / تازه خبرونه / كندهار كركټ لوبډلي د كابل كركټ لوبډلي ته ماته وركړه

كندهار كركټ لوبډلي د كابل كركټ لوبډلي ته ماته وركړه

دكابل كركټ لوبډله چي درو لوبو لپاره دكندهار كركټ فدراسيون په رسمي بلنه دتيري يكشنبي په ورځ كندهار ته راغلي وه دكندهار دمنتخب كركټ لوبډلي سره يي دري پرله پسي لوبي ترسره كړي.

دكابل په كركټ لوبډله كي شپږ لوبغاړي دافغانستان د ۱۹ كلنوځوانانو دملي لوبډلي دكفتان په ګډون اودري داسي لوبغاړي چي په ملي ټيم كي هم لوبيدلي شامل وه.

لومړي لوبه دعيدګاه په لوبغالي كي ديكشنبي په ورځ ترسره سوه، دكندهاركفتان پچه وګټله اولومړى يي دكابل لوبډلي ته دتوپ وهلو وار وركړه چي دكابل لوبډلي ټول لوبغاړي په ۲۱ اوورونو كي په ۱۴۱ منډو باندي وسوځيدل، دكندهار له طرفه محمد طاهر او نثار حمد دري دري لوبغاړي وسوځول،

دكندهار لوبډلي مقرره هدف په ۲۲ اوور كي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو پوره كړه او لومړي لوبه يي وگټله ، ذبيح الله دكندهار له طرفه ۴۸ منډي جوړي كړي.

دويمه لوبه د دوشنبي په ورځ ترسره سوه دكابل كفتان پچه وگټله او په لومړي توپ وهلوسره يي كندهار لوبډلي ته د 214 منډو هدف وټاكي،

كندهار لوبډلي په زړه ورتيا سره لوبه وكړه او دا ځل يي مقرر هدف د 5 لوبغاړو په سوځيدو سره ترسره كړى دكندهار له طرفه خليل 70، نذير احمد 47 او محمد ناصر 25 منډي جوړي كړي او خپله لوبډله يي دبري ترمقامه ورسوله.

دريمه او وروستني لوبه د سه شنبي په ورځ ترسره سوه دكندهار كفتان پچه وگټله او دكابل لوبډلي ته يي دتوپ وهلو بلنه وركړه دكابل لوبډلي په لومړى واركولو سره په مقرر ۲۵ اورونو 155 منډي جوړي كړي او اته لوبغاړي يي وسوځيدل،

دكندهار لوبډلي مقرره هدف په 24 اوور كي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ترلاسه كړ او دريمه لوبه يي هم وگټله،دكندهار لخوا نه محمدخالد۵۳ منډي جوړي كړي او ونه سوځيدى او هم يي خپلي لوبډلي ته بريا ورپه برخه كړه.

دلوبي په پاى كي دكندهار دكركټ فدراسيون مسئول د دواړو لوبډلو دښي اوسپورټي اخلاقو سره سم لوبي وستايلي او دكابل لوبډلي څخه يي مننه وكړه چي كندهار ته يي ددوى په تشريف راوړي دي.

دكندهاركركټ فدراسيون مسئول دكندهاري لوبغاړو داستعداد زړه ورتيا او ښي لوبي ستاينه وكړه او دوى ته وويل چي په راتلونكي كي تردغه لاهم زيات زحمت وباسي څو دكندهار او افغانستان په سطحه لوبي ترسره كړي او خپل هيواد او ولايت ته افتخارونه راوړي.

دكابل د ټيم روزونكي ښاغلي محمدبهرام وويل چي ډيري ښي لوبي ترسره سوي او دوى ددي سفر څخه ديرخوند واخيستي ،ده دكندهاري ځوانانو دښي لوبي ستاينه وكړه، هغه وويل چي تاسو واقعاً يو داسي لوبډلي ته ماته وركړي ده چي په هغه كي دافغانستان په سطحه ملي لوبغاړي لوبيږي، داسي لوبډله چي دهغي لوبغاړي ښه تمرينونه لري او زيار باسي نوزه ستاسو د استعداد او زيار ستاينه كوم او ستاسو نه غواړم چي د راتلونكي لپاره لاهم زيار وباسي څو دافغانستان په سطحه ولوبيږى.

دكابل لوبډله دپنجشنبي په ورځ بيرته دكابل په لور روانه سوه.