کور / رسنۍ / د حسنىٰ څلورمه ګڼه هم خپره سوه

د حسنىٰ څلورمه ګڼه هم خپره سوه

د جنوبي پښتونخوا د پښين له ښاره د خپرېدونكې دفکرنو ادبي فورم پښین کلتوري،ادبي او ټولنیزه درې میاشتنۍ مجلې ’’ حسنىٰ  ’’ څلورمه ګڼه هم تر لوستونكو ورسېده


د نوموړې مجلې د امتياز خاوند د فكرنو ادبي فورم پښين دى او مسئول مدير يې تكړه ليكوال او شاعر عصمت الله زهير دى

 


 

د حسنىٰ  په دې ګڼه كي د اداريې تر څنګ لانديني مواد چاپ سوي دي
اداريه



ډرون حملې کیدلی سي


 د امریکي ورځپاڼي نیویارک ټایمز په قول امریکي صدر باراک اوباما او د هغه د قومي سلامتۍ مشیر د طالبانو د هلو ځلو لکبله د ډرون حملو لړۍ د قبایلي سیمو وروسته تر بلوچستانه د غځولو په اړه غور کوي نیویارک ټایمز د اوبامه انتظامیه د لوړو چارواکو په حواله لیکلي دي چي د افغانستان او پاکستان په اړه دوه مهم راپورونه روانه اونۍ سپیني ماڼۍ ته استول سوي دي او په دې راپورونو کي وړاندیز سوی دی چي د ډرون طیارو د حملو لړۍ دي پراخه کړل سي کوټي ښار ته ورڅرمه د طالبانو د لوړ قیادت محفوظ پناه ځایونه دي په نخښه کړي دا ډول د امریکا د استخباراتي شبکو ځني غړي دا مني چي ملاعمر او د ده د ملګرو فعالیتونه د کوټي په اطرافو کي زیات جدي سوي دي چي په مستقبل کي د امریکا لپاره د خطر باعث ګرځیدلی سي د سپیني ماڼۍ ترجمان دا خبر تایید کړو چي په بلوچستان کي د طالبانو د فعالیتونو لکبله څو څو اړخونه تر غور لاندي دي په کوم کي چي د جاسوسي طیارو حملې هم شامله دي خو حتمي پریکړه به د پاکستان او افغانستان په اړه د امریکي پالیسۍ د نظر ثانۍ وروسته عملي کیږي خو دا قوي امکان لري چي د ترهګرو د پناه ځایونو په اړه باوري اطلاعات لاس ته راوړلو پس به جاسوسي طیارې خپل اقدامات په محدوده کچه تر سره کړي ولي چي تر بلوچستان پوري ډرون حملو ته پراختیا ورکولو په اړه امریکي انتظامیه په دې هم ډاریږي چي بلوچستان یو بندوبستي ایالت دی او نېغ په نېغه دمرکزي حکومت په کنټرول کي دی نو ځکه له دا ډول اقداماتو لکبله یې له پاکستان سره زښت ورانی رامنځ ته کیدلی سي او پاکستان د قبایلي سیمو د حملو په اړه د اوبامه انتظامیه څخه څو څو ځله احتجاج کړی دی .
په یو راپور کي په سیمه کي د امریکي فوځونو کمانډر جنرل ډیوډ پیټریس او لیفټنیټ جنرل ډګلس اي لوت چي په سپینه ماڼۍ کي د افغانستان د چارو مسول هم دی ویلي دي که چیري پاکستان د زیاتېدونکي شورش په رټلو کي ناکام سو نو دي د ډرون حملو لړۍ نوره وغځول سي په راپور کي وړاندي ویل سوي دي چي د قومي سلامتي کونسل ترجمان هایک بایر په دې اړه د نقصان ښودلو ډډه وکړه او ویې ویل چي د صدر اوبامه د خواهش سره سم موږ اوس د افغانستان او پاکستان په اړه د پالیسۍ دقیقه جایزه اخلواووروستۍبڼه ورته رغوو .                        


سرلیکونه


 
۱ .رون حملې کیدلی سي…: اداره……………….۱
۲ .    مولانا شېراني باندي ځانمرګی برید…ادره……….  ۲
۳.زرداري وژونکو پېژني …………:اعتزاز حسن  ۳
۴ .د بوش او بن لادین د کورنیو …. ژ/صالح زیری  ۵
۵ .د ثور پاچا ګښتۍ …..م .ا. نومیالی ۸
۶ .د سپین ژیري فرینک مشوره …………حامد میر  ۱۶
۷ .پېپل ګوند تېر وتني ……..قاموال ۱۸
۸ .پارلیماني که ملي سیاست….خان زمان کاکړ  ۱۹  ۱۴
۹ .ژبه څه شی ده ………پالیال  ۲۳
۱۰ .د مورنۍ ژبي ارزښت…..نسیم صدیق   ۲۵
۱۱ .ګلوبلایزیشن او پښتو ……لیاقت تابان  ۲۸
۱۲ .دسهیلي پښتونخوا ادبي تاریخ ….ډاکټر سیماب  ۳۴
۱۳ .ازغي مه کره په پښو کي به دي خار سي … زاهده حنا  .۳۷
۱۴ .نوي مریان …….. کرشن چندر .. ژ/ زهیر………۳۹
۱۵ .قلم اوچت او توپک……عبدالباري روحاني…….۴۴
۱۶ .بنانا ري پبلک ……….ژ/ جعفرترین………….۴۵
۱۷ .دژوند تنده………ژ/ نسیم صدیق………….۴۷
۱۸ .په غمجنه لهجه کي اورونکې…محمود