کور / کیسه / (I Love you)

(I Love you)

سېلاب اوس په ملي اردوكي دتورن رتبې ته رسېدلى وه  له خپلې وظيفې سره يې ډېره مينه درلوده  هغه  ډېرزړور اوباهمته ځوان وو،زده كړې يې تردولسم ټولګي پورې كړې وې .
 نوپلار اومور يې غوښتل چې  دسېلاب په غاړه دواده امېل  وويني نو يوه ورځ يې   كښېناوه او ورته يې  په نيمه نيمه كې ياده كړه چې زويه هركور دماشومانوپه شورماشور ښه ښكاري .
دخداى فضل دى ته هم ځوان شوى يې اوخوردې هم پيغله ده هغه متل دى وايي چې خورلور پېغله شوه نوبيايې په كور كې ساتل پكارندي ،سېلاب  دخجالت په فضا كې ورغبرګه كړه ،مورې ستا اودپلار مې چې څنګه خوښه وي هماغسې وكړئ.
مور يې دسېلاب درضايت خبره پلارته وكړه  هغه ورته وويل ګوره دسېلاب مورې !په دې كې دهلك خوښه اوانتخاب ضروردى  دخداى فضل دى  زما دوه ورېرې په كور كې پېغلې دې يوه ستاخورزه پېغله ده او زه داباورلرم چې نه صادق ماته نه وايي اونه مجيد،خوداداوسنۍ زمانې هلكان دې هسې نه بل څوك يې خوښه وي ،مور يې هم ورسره ومنله  بيګاته چې سېلاب كورته راغى موريې ورته دپلارخبره ياده كړه خو هغه ورته وويل   تاسوته يوځل ماوويل چې ته اوپلارمې پوه  شه اوكارمو ،مګر موريې بيا پرې ټينګار وكړ چې كه څوك د ې خوښه و ي نوراته يې ښايه  سېلاب پوه شوه چې موريې نه پريږدي نوبالاخره له مشورو وروسته يې شازيه  چې دخاله لور يې وه په ګوته كړه شازيه ډېره دساده فكرخاونده غلې اوبې كبره نجلۍ وه .
دسېلاب پلاراومور دشازيې دوى كورته ورغلل او دهغې پلارته يې د ښيښۍ خبره ياده كړه صادق چې ډېر  هوښيار اوپه دوستۍمين سړى وه اودخپلې لور لپاره يې سېلاب يو مناسب هلك وګاڼه  نو بې له سوچ او فكر كولو يې بسم الله كړه او دستمال يې وركړ دواړو خواو يو بل ته مباركۍ وويلې اوخولې يې خوږې كړې ،  په ډيره كمه موده كې د سېلاب او شازيې واده وشوه.
 له واده نه نژدي مياشت وروسته سېلاب له كابل نه بل ولايت ته تبديل شو. ولاړ او په مياشت كې به يو وار د څو ورځو لپاره كور ته راته خو كله نا كله به يې ټيلفون كاوه كله به چې شازي ته خسر موبايل وركړ نو سېلاب به دهغې دځورولو اوغوسه كولو لپاره ويل   I love you  دې به ورته وخندل ما تاته څو ځلى ويلي دي چې ما ته دا د كافرو خبرې مكوه خو ته يې چې نه منع كيږي!.
 اوپه خندابه يې  خداى پاماني   وكړه ،شازيه به له ځانسره مسكه مسكه كېده او ويل به يې چې دابه لا څه مانالري چې دى يې راته  هر وخت وايې اوخاندي ،ډېروخت تېر شو خداى (ج)د سېلاب دمور او پلار سوال قبو ل كړاو سېلاب ته يې يو زوى وركړ ماشوم لا دڅو مياشتو وو  چې) نيااونيكه(  يې په خندا اولوبو بلدكړيوه،سېلاب به  هم خپل زوى  پسې  ډېر خفه كيده دومره نازبه يې وركاوه  چې دهغه يوه اوښكه به يې په ډېر قيمت هم نه پرېښوده چې  تويه شي  .
داځل  سېلاب له ډېر ځنډ وروسته  كورته زنګ وواهه له ټولوسره يې خبرې وكړې هغه   هر وخت له    شازيې سره تر ټولو وروسته  خبرې كولې كله به چې شازيې ټيليفون واخيست ،له سلام او پوښتنې وروسته  يې  ورته وويل كورته كله راځې ؟ داوار خودې ډېر زيات وخت وشوشهزاد درپسې ډېر زيات پرېشانه شويده ،شهزاد خوهسې بهانه وه په اصل كې خو…… ،سېلاب ورته وويل درځم خوپه يوشرط چې ته به راته وايېlove you   I شازيه په خنداشوه داڅه خبره ده چې ته پرې دومره مين يې او دومره ورته خوشحاليږي.؟ ماخو يو وار پرې پوه كړه اوكنه والله كه دادانګرېزانو خبر راباندې وكړې .
يوه ورځ وروسته  په هغه ځاى كې چې سېلاب وظيفه لرله ډېرشديد جنګ ونښته  ډېر دملي اردوعسكر او مخالفين پكې مړه اوټپيان شول ،جنګ دشپې ترناوخته پورې دوام وكړ سېلاب له خپلو نوروسربازانو  سره په مېړانه دجنګ په ميدان كې جنګېده  دملا اذان وخت و چې سېلاب ديو دښمن دګولۍ ښكارشو،اوډېر سخت ټپي شو ،مړي اوټپيان دجنګ له ميدان څخه وېستل كېدل اوروغتونونوته  رسول كېدل ، دسېلاب چې ټپونه ډېرژور ول  دكابل دامنيت شفاخانې ته په طياره كې راوړل شو،سهار اته بجې وې چې دسېلاب پلارچې لمسى يې په غېږ  اودحوېلۍ په سوفه  ولاړوه اوفكر وړى وه  چې درنجر ټايرونو يې دفكر لړۍ وشلوله  اوغږ يې كړ هغه دى سېلاب راغى  ! مور اوخوريې ددروازې په لور منډې كړې شازيه چې شرمېده په خپل ځاى  كې كراره ناسته وه  اوغلې غلې خندېده ، چې په دې وخت كې دكورپه لوريو عسكرچې مخابره يې په لاس كې وه راروان شو ،دسېلاب پلار چې خپل زوى يې  تر سترګونشو نو ورووته اوله ستړي مشي په وخت كې عسكر ورته په غوږ كې دسېلاب دټپي كېدو او روغتون ته دراوړلو وويل اوپوه يې كړ   چې په كور كې څه ونه وايي  ،له همدې سره  بې واكه شوه او لمسى يې  له غېږ ې راپرېوته اوپه خاوروكې ولوېده،  خوراوموريې بېرته دكور حوېلۍته رامنډې كړې اودشازيې په غاړه كې لاسونه واچول ، لكه چې خاورې مو په سرشوې ، ددوى په كړيكو  نورهمسايه ګان  هم راټول شول ،خوعسكر وويل ګوره كاكا  موږ چې څومر ه ژر روغتون ته ورسېږو خه به وي  ،دسېلاب پلارله پوليسو سره  په موټر كې كېناست اوموټر روان شو شازيه اوخاله (خواښې)يې  ورپسې لوڅ سرونه  اويبلې پښې  پياده منډې كړې  كله چې روغتون ته ورسېدل او په سېلاب  يې نظرولګېده  چې وچې شونډې،ژېړرنګ ،اوپه وينولېت پېت پر چپركټ پروت دى شازيه يې په   سينه ړنګه بنګه ورپرېوته له هغه سره نور دخبرو وس اوتوا ن نه وه ګوتې يې دشازيې په وېښتانوكې ننوېستې  ،سترګې يې په سترګوكې ور وټومبلې او په ډېر كوشش يې همدومره وويل  I love I. I  اوله يوې غټې سلګۍ سره يې سترګې پټې شوې
له همدې سره  دشازيې له خولې يوه بېدرېغه چيغه ووته
 I love youuuuuuuu .I love youuuu.