کور / تازه خبرونه / امريکا: پر اېران د حملې احتمال موجود دئ

امريکا: پر اېران د حملې احتمال موجود دئ

 

د امريکا د وسله وال پوځ لوى قومندان مايک مولن وايي اېران له تېرو درو کلونو راهيسي د اټومي وسلو د ترلاسه کولو کوښښ کوي.

هغه په واشنګټن کي په دې باب يوې غونډي ته د وينا پر مهال وويل د اېران د اټومي پروګرام د ختمولو دپاره پر دغه هيواد د حملې احتمال موجود دئ، که څه هم هيڅوک په دې حمله نه دئ خوشحاله.

مايک مولن وويل امريکا پر دې اندېښمنه ده چي پر اېران د حملې په صورت کي به د اېراني حکومت غبرګون څه شي وي.

تر مايک مولن وړاندي د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن ويلي وو چي اسرائيل يو خپلوا ک هيواد دئ او له خپل ځان څخه د دفاع په خاطر پر اېران هر راز حمله کولاى سي، خو د اېران حکومت وايي که اسرائيل يا بل هر هيواد پر تېرى وکړي، پر ملا به يې غوټ مات کړي.