کور / تازه خبرونه / امريکايانو ميدان وردګو کې چاپه وهلې

امريکايانو ميدان وردګو کې چاپه وهلې

نن د چهار شنبې ورځ د شپې درې بجې د وردگو ولایت د سیداباد د ولسوالۍ د حسن خیلو په کلي امریکایي ځواکونو چاپه وهلې او لا تر اوسه دوام لري چې تر دې محاله یو رمه وال د امریکایي ځواکونو په ډزو لگېدلی چې وروسته په سيمه کې یوې چورلکې ناسته کړې ده او عیني شاهدان وایي چې همدا رمه وال یې په زخمي حالت کې پورته کړى دى.

په همدې هکله د وردگو  ولایت چارواکو  بې خبري وښودله، خو د دې پېښې نور جزیات به وروسته پر لیکه شي.
 
دا لومړى ځل نه دی چې امریکایي ځو اکونه په دې کلي چاپه اچوي، اووه میاشتې وړاندې هم ځواکونو په نوموړي کلی چاپه واچوله چې د مکتب شاگردان او یو هم د همدې کلي یو مخور سپینږیرى يې له ځان بیولي وو.