کور / تازه خبرونه / شپږم تاريخ، شپږ ورځي، شپږ برتانوي عسکر وژل سوي

شپږم تاريخ، شپږ ورځي، شپږ برتانوي عسکر وژل سوي


په افغانستان کي مېشت برتانوي پوځيان وايي په روانه اونۍ کي يې شپږ ورځي پرله پسې يو – يو عسکر له لاسه ورکړئ دئ.


په کابل کي د ناټو قواوو يو وياند کريس هال وايي د دې لړۍ شپږم برتانوى عسکر د جون پر شپږمه په زابل ولايت کي د يوې څرخکي د رالوېدو له امله مړ سوئ، چي دا په شپږو ورځو کي د جون پر شپږمه نېټه شپږم برتانوى عسکر وو چي په افغان ماموريت کي ووژل سو.


د پوځي څرخکي د رالوېدو په دې پېښه کي دوه کاناډايي عسکر هم مړه سوي وو، چي طالبان وايي دوى په زابل ولايت کي راواچوله.


د برتانيې نور پنځه پوځيان د هلمند په ناارامه ولايت کي د بېلابېلو پېښو له امله وژل سوي، چي د دغه هيواد ٨٥٠٠ عسکر پکښي ځاى پر ځاى دي. په دې ولايت کي له تېري يوې اونۍ راهيسي امريکايي او افغان پوځيانو د طالبانو پر ضد عمليات هم پيل کړي چي تر اوسه پکښي روان دي.