کور / نثر / دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغیزې

دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغیزې


دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې اغیزې
                                                        ((۱))
     دا خبره اوس زموږ په زیاترو ادبي کړیو کې تقریبآ عامه شوې ده چې وایي جګړه د ژوند په ټولو برخو ناوړه او منفي اغیزه کوي خو دافغانستان پر ادبیاتو یې مثبته اغیزه کړې ده.
زه په دې لیکنه کې هڅه کوم چې پر دواړو اړخونو خبرې وکړم .
    څرګنده خبره ده چې جګړه هرې ټولنې ته مرګ،وراني، مهاجرت او بې کوري راوړي ، دا متل چې وایي : په جنګ کې حلوا نه ویشل کیږي د ژوند پر ټولو برخو له هغې جملې پر ادبیاتو هم د تطبیق وړ دی .
    موږ چې کله پر ادبیاتو د جګړې د اغیزو په اړه خبرې کوو  نه باید تر جګړو دمخه یا دجګړو د لومړیو شپو ورځوادبیات اود ادبیاتو اوسنی حالت سره پرتله کړو ، بلکې باید د جګړې د وخت پر ادبیاتو بحث وکړو.
     سره له دې چې موږ اوس هم لا په یوه کورګډې جګړه کې را ګیر ملت یو ، هره ورځ د مرګ ژوبلو خواشینوونکي او زړه دردونکي خبرونه اورو، خو کوم پرمختګ چې موږ یې د خپلو ادبیاتو په برخه کې وینو د جګړې د لومړیو شپو ورځو د احساساتو زیږنده نه بلکې د هغه وخت زیږنده یې بللای شو چې نور زموږ خلک له جګړې ستړی شوي و، نور د جګړې ددواړو خواوو ادیبانو ته پخپلو ادبي هستونو کې جګړې ته هڅونه نه بخښونکې ګناه ښکاریده
ځکه یې د وچو شعارونو پر ځای هنر ته مخه کړه او وروسته وروسته یې داسې اثار وپنځول چې حساب پرې کیدای شي .
     د جګړې پیل زموږ د ژوند ټول نظام او له هغې جملې څخه فرهنګي اړخ ګډوډ او سخت زیانمن کړ ، په جګړو کې د هیواد د لوړو زده کړو موسیسو او ښوونځیو ته ستر زیانونه واوښتل ، زیات شمیر ښوونکي چې شاعران او لیکوال هم پکې و، ووژل شول ، یوشمیر شاعران د وخت له حکومت سره د مخالفت په تور زندانیان او ووژل شول دلیکوالو او شاعرانو ډیری برخه له هیواده ووتل دوی یا د جګړو مورچلونو ته ولاړل یا په لیرې هیوادونو کې مهاجر شول ، چې دې موضوع زموږ ادبیاتو ته نه جبیره کیدونکي زیانونه واړول .
     اوریدلي مې دي چې د ایران د اسلامي انقلاب له بري وروسته د دې هیواد یوشمیر مخالف پوهان او لیکوال له هیواد څخه وتلو ته اړ شول ، ویل کیږي یو لیکوال چې له هیواده د وتلو په حال کې و ، د تهران په هوایي ډګر کې د سپاه پاسداران له خوا ونیول شو ، دنوموړي پر ګوته له ایرانۍ طلاڅخه جوړه شوې ګوتې وه دسپاه پاسداران یوه غړي یې ګوتمۍ له لاسه واخیستله ورته ویې ویل :  دا د ایران پانګه ده ته چې ځې نو دا حق نه لرې چې د هیواد شتمني بل هیواد ته یوسې .لیکوال خپل سر ته اشاره وکړه ورته ویې ویل :افسوس ددې وطن پر حال چې خلک یې خپله اصلي پانګه او شتمني نه پیژني ، د هیواد پانګه زما پر ګوته طلایي ایراني ګوتې نه بلکې زما مغز دی چې له دې هیواد بهر وزي .
      په افغانستان کې د مغزو دغه تیښته چې د جګړو له شروع څخه را پیل شوې لا تر اوسه دوام لري . د جګړې په بهیر کې زیات شمیر هغه کتابونه چې لیکوالو لیکلي و، خو لا چاپ شوي نه و، له منځه ولاړل، په ۱۳۷۱ کال کې د لیکوالو دټولنې او علومو اکاډمي چاپ او ناچاپ کتابونه وسوځیدل چې ددغو کرښو د لیکوال د شعرونو ټولګه(لمرڅرک)او دکیسوټولګه(قهرجنې کوڅې) هم په همدغو سوځول شویو کتابونو کې شاملې وې ، د ۱۳۷۱ کال په ژمي کې نه یواځي دا بلکې د ډیرو کتابتونو کتابونه د دفترونو او په اصطلاح امنیتي پوستود بخاریو خوراک شول ، د وخت دولت هم هغه کتابونه چې ددوی د ایډیالوژي خلاف بلل کیدل له منځه یووړل. د کابل ښار په تنطیمي جګړو کې دکابل پوهنتون کتابتون او یوشمیر نورې سیمه ایزې کتابخانې یا یومخ له منځه ولاړې یا سختې زیانمنې شوې.
ددغو زیانونو تر څنګ یوه بله خبره چې پر ادبیاتو د جګړې د منفي اغیزو په برخه کې د یادونې وړده داده چې د جګړې په پیل او اوج کې زموږ پر ادبیاتو د سیاست سیوری پریووت .دایران او عراق د جګړې په وروستیو کې یوه ایراني ادیب ولیکل چې شعر لومړی هنرو چې له جګړې سره ملګری شو دا ملګرتیا اوس هم دوام لري او په راتلونکي کې به هم روانه وي .
زموږ په هیواد کې هم حالت همداسې و، د جګړې دواړو غاړو هڅه کوله ادبیات د خپلو موخو خدمت ته وګوماري ، په کابل کې د لیکوالو ټولنه د واکمن ګوند له خوا د همدې مقصد لپاره جوړه شوه ، دغه ټولنه د پخواني شوروي اتحاد د لیکوالو د اتحادیې په ملاتړ منځ ته راغله په لومړي سر کې یواځي ګوندي لیکوال پکې تنظیم شول ، دغه ډول جهادي تنظیمونو هم تر خپل څنګ په فرهنګي کمیټو کې خپلو تنظیمونو ته وفادار کسان ګومارلي وو.
د جګړې په وخت کې  سپارشي ادبیات دود شول ، د شعر پر ځای شعار رامنځ ته شو ، هغه وخت مشاعرو ، ادبي کانکورونو او غونډو سیاسي بڼه لرله ، تر ټولو ښه شاعر او لیکوال هغه بلل کیده چې اړوند ګوند یا تنظیم به یې ستایلی و ، دافغانستان نامتو لیکوال او ادبپوه استاد محمد صدیق روهي په یوه ادبي بانډارکې د سیاست ځپلو ادبیاتو په اړه د پخواني شوروي دوخت یوه کیسه وکړه چې د شوروي یوه لیکوال د سمندري حیواناتو په اړه کلونه کلونه څیړنه وکړه او کتاب یې پرې ولیکه، دغه کتاب یې اړوندې علمي کمیټې ته د منظوري لپاره وړاندې کړ ، خو د کمیټې له خوا رد شو او ده ته وویل شول  چې پر کتاب نور کار هم وکړي ، لیکوال ولاړ نورې څیړنې یې هم وکړې او په کتاب کې یې ځینې بدلونونه راوستل ، چې بیا یې کتاب اړوندې کمیټې ته وړاندې کړ بیا هم رد شو ، دا کار څو ځله تکرار شو ، لیکوال هم حیران و ، چې له دومره کړاوونو سره سره یې ولې کتاب نه منل کیږي ، په پای کې چا ورته وویل چې ستا په کتاب کې د پرولتاریا هیڅ یادونه نه ده شوې ، لیکوال هم په بل ځل اصلاح کې پخپل کتاب کې دا جمله زیاته کړه چې( د سمندري حیواناتو غوښې د دزیارکښانو د روغتیا لپاره ډیرې ګټورې دي) له دې وروسته د لیکوال کتاب د اړوندې کمیټې له خوا ومنل شو.
    د جګړې په تودو شیبو کې زموږ د ادبیاتو حالت هم همداسې و،دولت او تنظیمونو په ادبي ټولنو کلکه څارنه کوله ، د جګړې دواړو غاړو په خپلو شعرونو او لیکنو کې یو بل غندل ، د شعر په اوږو د تعهد دروند بار هم ور زیات شو په پایله کې شعر د شعار سطحې ته را ټیټ شو ، همدغو تړلو ادیبانو هڅه کوله چې پخپلو ادبي هستونو سره خپلې ډلې ته مشروعیت ورکړي ، په دولتي او تنطیمي خپرونو کلک سانسور موجود و، هیڅ داسې لیکنه نه شواې خپریدلای ، چې د اړوندې ډلې پر ځای دې هنر ته ژمن وای .
دغه راز د جګړې پر مهال په ادبیاتو او شعر کې د نهیلۍ خبرې وشوې ، دې موضوع که په ځینو برخو کې ادبیاتو ته ګټه رسولې ، خو په لویه کې یې په ټولنه کې د امیدونو پر ځای نهیلي خوره کړې ، چې دا پخپله برخه کې یو زیان بللای شو .
دافغانستان پر ادبیاتو د جګړې د بدو اغیزو ترڅنګ په دې موده کې داسې ټکي هم شته چې دادبیاتو پر پرمختګ یې ښه اغیزه کړې ده ، چې موږ به یې په بله برخه کې وڅیړو.


اخځلیکونه:
— ——
۱- زندان خوړلي ادیبان،حبیب الله رفیع
۲-د اوسنیو ادبیاتو د سمینار د مقالو ټولګه
۳- کتاب سوزان در انجمن نویسندګان افغانستان،پرتو نادری
۴- ساعت صفر ویبپاڼه ، د غلام رضا کافي مرکه
۵- د لیکوال یاددښتونه.