کور / رسنۍ / د لوبې مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه چاپ شوه

د لوبې مجلې پرله پسې شپږمه ګڼه چاپ شوه



له کابله په پښتو ژبه خپرېدونکې لوبه مجله تازه له چاپ راوتې او د مینه
والو لوست ته جوګه ده، د لوبې مجلې په دې پرله پسې شپږمه ګڼه کې د افغانستان د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې د سویلي افریقا پر سیالیو په زړه پوري معلومات، د کرکټ بورډ له نوي مشر عمر زاخېلوال سره مرکه، د نولس کلنو پر لوبډلې رپورټونه او د لوبو اړوند شننې شاملې دي.


لوبه په ښکلي ډیزاین او صحافت چاپ شوې، د لوبې مینه وال کولای شي په کابل، ننګرهار، کندهار او خوست کې له کتاب پلورنځیو شپږمه ګڼه ترلاسه کړي.

د لوبې مجلې اداره له پښتنو سپورټ خبریالانو د مرستې غوښتنه کوي، ترڅو لیکنې، رپورټونه او مرکې د خپراوي لپاره ور ولیږي او د لوبو په ډګر کې
ویده پښتو ژبه را ویښه کړي.

په درناوي
د لوبې مجلې مسؤل مدیر
رحیم ګل څاروان


د لوبې برېښنالیک : loba123@gmail.com