کور / تازه خبرونه / نوازشريف: د بمباريو له بندېدو پرته ملګري نه کېږي

نوازشريف: د بمباريو له بندېدو پرته ملګري نه کېږي


د پاکستان د مسلم ليګ نون ګوند مشر نوازشريف وايي که امريکا په قبايلي سيمو کي د بې پيلوټه الوتکو حملې بندي نکړي، د قبايلي مشرانو ملاتړ ترلاسه کول نا ممکنه دي.

نوازشريف دغه خبره د برتانيې د بهرنيو چارو له وزير ډيويډ ميليبنډ سره په رايوڼ کي تر ليدني وروسته وکړه.

نوازشريف ويلي د پاکستاني ملت د نفرت او کرکي د کمولو دپاره امريکا ته لازمه ده چي پر قبايلي سيمو حملې ودوري او که داسي ونکړي د امريکا په وړاندي به د پاکستانيانو نفرت نور هم ډېر سي.