کور / هراړخیز / د ويني د دوران اخلال

د ويني د دوران اخلال

د ویني د دوران اخلال ویوه انسان ته څومره خطر لري؟
وروسته تر ۴۵ کلنۍ عمر هر درېم سړی د ویني د دوران اخلال لري .
لاملونه ئي : فشار (کورنی٬ دکار، ولسي)٬ تمباکو څکول٬ د ویني جګ فشار چې لامل ئي نه وي څرګند٬ د شکرې ناروغي او په وینه کښې غوړ لرل .
په څانګړې توګه ستونځمن اړخ ئي : په لومړي سر کي ډېری ناروغان پخپلي دغي ناروغۍ نه پوهيږي٬ خو مغزي سکته یا دزړه سکته ئي پاېله ده .
 په رګونو کي د ویني د دوران اخلال لومړنۍ نښي: د يادښت خراب تیا٬ سرڅرخي٬ په غوږو کي بوږه هار او د وینو جګ فشار پیداکوي . د درملني لپاره باید ناروغی ژرترژره یو طبیب ته ورسي .دغه ناروغي دیو ډول چوني څخه د بدن د رګو په منځ کي پیدا کېږي او په رګو کي د ویني د دوران د خرابېدو لامل ګرځې، درملنه ئي بایدوکړي . ناروغي هرڅومره چې ژر وپېژندل سي او درملنه ئي وسي هغومره ژر ناروغی له خطره خلاسون پیدا کوي .


هر څومره چې ناروغي په بدن کي ځنډيږي هغومره ئي خطر ډېريږي . دا ولي داسي ده ؟ پورته و ویل سوه ٬ چې په رګو کي د ویني د دوران اخلال یادښت خرابه وي سرڅرخي پیداکوي او په غوږو کي بوږهار پيداکوي اودغسي نور . د ساري په توګه ٬ و ناروغي ته سرڅرخي پیدا ده٬ ډاکتر ته ورځي شکایت د سرځرخۍ کوي . ډاکتر ناروغی ګوري او د ناروغۍ پوښتنه ځني کوي او فشار ئي د وینو ګور ي که په دغه مهال کي ئي فشار سم وو او ناروغي خپل د ناروغی لامل سم وه نه وایه طبیب له خپلي ازموني څخه ناروغي ته د سر څرخی درمل ورکوي . د ناروغي سرڅرخي جوړیږي ٬ خو د خطرناکې ناروغۍ درملنه ونسوه، اصله خطرناکه ناروغي پاته ده٬ چې دغه پاته نارغي د سکتې لامل ګرځي .


د الماني ژبي روغتیائي مجلې څخه ژباړنه محمدسرور وکیلي