کور / نثر / نزارقباني دکلیمو پاچا دی : څلورمه برخه

نزارقباني دکلیمو پاچا دی : څلورمه برخه


نزار قبانې ددې ترڅنګ چې د کلیمو پا چا وو د ښځې په شاعریې هم ډیر شهرت موندلی وو ځکه چې  زیا ت شعرونه یې د ښځینه پوړ له نفسیاتو ویلي دي او دا په هنر کې ډیر سخت کاردی داچې الله ج نارینه اوښځینه پیدا کړي د هریو لپاره یې ځانګړي خو اص او نفسیات ورکړي دي که په کلیاتو کې سره یو وي خو په جزیتاتوکې ډیرتوپیرلري ، هغه په یو ې قصیده کې د خپل عاشق پروړاندې ښځینه نفسیات په داسې یوهنر  څرګنده وي چې ګمان کیږي ښځینه شاعرې دې لیکلي وي د هغه دیوې قصیدې ژباړه ستاسې مخ ته ږدم د قصیدې عنوان دی (وړې پیښې)
وړې پیښې
کوچني کاررونه دی چې
ته یې کوي .. اوپروایې هیڅ نلري
خوزما د ژوند برابردی
 دټول ژوند
پیښې دې چې ستا پا م نه راګرځوي
زه ترې ماڼۍ جوړوم
میاشتې میاشتې پرې پایم
ډیرې کیسې ترې اوبدمه
زر نومونه .. زرجزیرې
واړه کارونه … ستا دغه واړه کارونه
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
کله چې سګرټ ولګوي
مخ ته دې لکه ستا هغه ښکلي پیشو کینم
په ټول ډاډ
په کبرا وتعجب سره
د لوګیو تارونه رانیسم
چې تا  په هره خوا کړ ۍ کړۍ
خپاره کړي وي
د شپې په وروستۍ برخه کې رانه  لاړشي
داسې لکه ستوری…
 لکه مهاجرې وږمې
زما ملګرېه ما د تنبکوبوی.. اوتشو یادونو ته پریږدې
زه د یواځيتوب په ژوروکې پاتې شم
اوزما توخه .. ټوله توخه
دسګريټوفلترې
یوغولی .. چې ایرې پکې دي
هو زما ایرې
««««««
اوکله چې ناروغه یم
زما ملګریه
اوتاد ګلونو ګيډۍ راروانې کړي وي
او په خپلو لاسو کې زما لاسونه ونیسي
زما رنګ او روغتیا بیرته راوګرځی
لمرمې په اننګو پورې ونښلي
نه پوهیږم .. ژاړمه اوژاړم
اوته راباندې پرده راخوره کړي
سرمې په بالښت کیږدې
ملګریه .. دغه ارمان راسره مل شي
چې کاش .. ټول عمر ناروغه وي
تا مې پوښتنه کولی
او ماته دې هر ه ورځ ښایسته ګلونه راوړلی
»»»»»»»»»»»»»»»»
په کورکې چې د تلیفون زنګ راشي
وروالوځمه
د یو کوچني په څیر
دغه جامده اله په غیږکې کلکه ونیسم
او یخ سیمونه یې وزبیښم
ستا د غږ انتظارباسم .. ستاغږ
پرما داسې .. ګرم .. نرم .. زورور لږي
لکه د نبي غږ
لکه دستورو د لګید و غږ………
 لکه د ګاڼو دراپریوتلوغږ………
ژاړم .. اوژاړم .. ځکه چې زما غم درسره دی
ځکه چې د غیبي کړکۍ نه دې راباندې غږ کړی دی
»»»»»»»
یوه ورځې درشم چې کتاب
استعاره کړم
ګمان کوم چې کتا ب استعاره کوم
ستا ستړې ګوتې کتابتون ته وړاندې شي
او زه په لړو کې پاتې شم
ته وا چې زه بې ځوابه سوال یم
تا ته ځیره شم .. کتابتون ته ځیره شم
داسې لکه یو اهلي پیشو
ایا ته پوه شوي \
چې زه د کتاب لپاره نه یم راغلي
او زه فقط یو ه دروغژنه یم
۷
ژرد خپلې ناستې ځای ته ورشم
کتاب خپلې سینې ته راجوخت کړم
فکرکوم چې یووجود مې غیږکې نیولی دی
خپله رڼا روښانه کړم ..او پردې راخورې کړم
په کرښو کې…. او  دکرښو ترشا پلټنه پیل کړم
دفاصلو او دنقطونه ګرځم
سرمې هم ګرځي
ته واه زه یوه وږې مرغۍ یم
چې د دانوپه لټه کې وي
واه خوږه ملګریه
کیدای شي د کتاب په یوه زاویه کې دې
د مینې وړوکی عبارت پریښی یې
کیدای شی په پاڼوکې دې یو شي پټ کړی وي
وړوکی سلام … …….
چې ما ته بیرته( سلامتیا) راوګرځوي
۷
او کله چې دواړه په لاره روان یو
اوبې پامه زما څنګل واخلي
ملګریه زه دیو ژورشي احساس وکړم
د داسې یوشي .. چې سوی بوی ته ورته وي
دواړه لاسونه اسما ن ته پورته کړم
چې زما دغه لاره نوره هم اوږده شي
ژاړم او پسې ژاړم
چې زه نوره هم ورکه شم
۸
کله چې ما ښا م خپلې کوټې ته راوګرځم
او خپل ټیکرۍ کیږدم
ته راسره نه یې
خوزه داسې احساس وکړم
چې ستا لاسونه
په ډیره مینه
زما له څنګلو تاوو شي
اوزه د خپل اوږد کمیس په لستوڼی
ستا د تودو  ګوتو
دخاپونو عبادت پیل کړم
وژاړم .. وژاړم
فکر وکړم چې دغه مړوند زما نه دي
نزار قبانې په ډیر ه هنرې ژبه دیوې عاشقې دزړه درد او نفسیات انځورکړي دي . په پورتنۍ قصیده کې دنجلۍ دغه ارمان چې باید دتل لپاره ناروغه وي او هغه ورته ګلونه راوړي په پښتو ادب کې هم ډیرپخوا یاد شوي خو فرق یې دومره دی چې په پښتوکې د مقابل د ناروغۍ ارما ن کوي او نزار پخپله د عاشق دناروغۍ دارمان خبره کړې ده
په مرګ دې نه مرې جانان خوږدی
په رنځ دې پریوځې چې پوښتنې ته ورځمه
نزار قبانې چې دښځې په شاعر مشهوروو په خپل شعر کې یې د ښځې نه په پوره ډول دفا ع کړې دهغې هرحرکت ته یې ښکلاورکړي او دخپل شعر ملکه یې ګرځولې ده دهغه یوه بله مشهورقصیده چې د
د (د یوې کینه ګرې میرمنې لیک) ترعنوان لاندې ده  ددغه میرمنې له خولې وایې چې خپل عاشق ته راغلم او هغې په دواړو لاسونو زما پرمخ لار وتړله او دایې راته وویل چې زما ملګرې راغلې ته باید ود ریږې خوپه پا ی کې جوتیږې چې عاشق یې یو ه بله معشوقه پیدا کړي او دده موخه یواځې شهواني عریزه ده نو ډیرې سختې طعنې ورکوي راځې چې ددغې قصیدې ژباړه وګورو

د یوې کینه ګرې میرمنې لیک
” مه ننوځه “
اوپه داوړوڅنګلودې زما لاره بنده کړه
ګمان دې وکړچې
ملګري دي راغلي
ایا ملګري درته راغلي دي؟؟
که کومه معشوقه درسره ده ؟
او راباندې چیغه دې کړې
”  ودریږده “
دشرم یخ باد مې بالاپوش ژوي
او ذلالت راباندې سیوری کوي
واموذي! بښنه مه غواړه
افسوس مه کوه
زه پرتا افسوس نه کوم
زه په خپل وفادار زړه خفه یم
زما هغه زړه چې ته یې هیڅ نه پیژنې
پسته انسانه څه کیدل ؟
که زه دې خبرکړای وی
چې لتاسره مې نوره وشلوله
عذر مه غواړه
ګنا ه به دې وروځې وریبې
او دهغې دشونډو سرې لیکې…. دې
په اننګو کې چیغې وهي
اودغه ایله کمربند
به تا .. اوهغه څوک چې درسره دی
ژر رسوا کړي
زه د ې ذلیله کړم
او دخپل مخ نه دی
لکه دمچ وشړلم
یوه بله دې راغوښتې وه
زه دې سپکه کړم
زه خو ستا دسترګورڼا ووم
زه  هغه دخپلې ناستې  ځای ته څیرمه وینم
هلته یې زما چوکۍ ایښې
هلته چې ..میزپروت دی
زه دې وینم
چې واورین لاسونه دې ورکوي
هغه ټولې کیسې به ورته تکراروي
چې ما ته دې اورولي دي
اوپه  هغه څه به یې خبره وې
چې زه دې پرې خبره کړې ووم
هغه پیالې به پورته کوي
چې په مادې څکلې وې
هغه.. ….هغه
چې زه دې پرې مسمومه کړې ووم
خو چې کله درته بیا  په ټاکلي
وخت  نشه درغله
ورته وبه وی چې
” ملګري درته راغلي  “
دهغې رونق دې زما په څیر
له منځه یوړه
دوام لري