کور / کیسه / زه په هغه وخت کې لا وړه وم…

زه په هغه وخت کې لا وړه وم…

زه په هغه وخت کې لا وړه وم…

زموږ په کوڅه کې یې کور و، نهمه که لسمه دروازه یې وه، د وره مخې ته یې د عکاسۍ درې ونې ولاړې وې کله به چې پسرلې کې ونې زرغونې شوې نو دغو ونو به د خپلو سپینو ګلانو سره زموږ کوڅې ته بل شان ښکلا وربښله. هر مازدیګر به د هغوی د وره مخې ته به موږ هر یو ذکی، احمد، ګلاب او کامران را ټولیدلو…
د ونو ګلان به مو په کاڼو ویشتل کله به چې په ځمکه راپریوتل نو ټولو به منډې کړې، هر یوه به زیار ایسته چې ګلان تر لاسه کړې.  رښتیا!! هغه سپین ګلان به مو خوړل.
 ها خوا به همزولې انجونې ولاړې وې ملالې او پاڼه مې یادیږې اوو خدایه راضيه به هم له هغو سره ولاړه او هغو ټولو به شغلې ته ویل دوی مه پریږده دا ونې خو ستاسو دې نو ولې موږه د ونو لاندې چنترو  ونکړو …. بیا به شغله به ژړا شوه ټولو ته به یې بد رد ویل په لوړ غږ به یې نارې کړې پلاره، پلاره ګوره دغو هلکانو ته موږ لوبو ته نه پریږدې او د ونو څانګې ماتوې …
په منډه به یې د کور ور خلاص کړ او انګړ ته به ننوته موږ به هرې خوا پټ شولو کامران او احمد به د کوڅې په منځ کې د ميټرونو د صندوک شاته غلې، غلې ودریدل ټولو به هرې خوا څار کاوه څو دقې وروسته به شغله خپل پلار سره کوڅې ته راووتله ها خوا دیخوا به یې کتل….
پلار ته به یې په ویلو پيل وكړ، پلار جانه!! تر اوسه همدلته سره یوځای و د ونو ګلان یې به کاڼو ویشتل موږ یې لوبو ته نه پریښودو اوس وتښتیدل .
 د هغې پلار چې په کوڅه کې ټولو ورته مدیر صیب ویل نو زما یې هم نوم نه و زده د خپل عادت سره به یې له انګړ څخه د اوبو پیپ کوڅې ته راویسته او د خپل کور مخه به یې هره ورځ لندوله کله، کله به چې اوبه تیزې وې د عکاسۍ ونې به یې هم وینځلې د ونو ګردونه به یې پاک کړل ډیره ښایسته منظره به جوړه شوه دلته زموږ چیغې او د ماشتوب جنګونه د هغوی د کور د مخې او ونو لندول او پورې خوا د مازدیګر زیړبخن لمر، هو! په هر چا زموږ د کوڅې دا منظره ډیر ښه لګیده…
 بیا به موږ د جومات خواته روان شولو او خپل په خاورو سپیره مخونه به مو وینځل کله به چې له جومات څخه بیرته راوګرځیدو نو مدیر صیب به خپله لور شغله له لاسه نیولې او د پاخه سړک خواته به روان و…
رښتيا!! شغلې ته لوی څښتن ښایسته صورت ورکړی وه او د شغلې ویښتان به هر وخت لنډ و زیړچکه رنګ یې درلود د هغې به دوه وړې کوڅی وې، ډیری وخت به یې سرې جامې په تن وې ډیره به ښه ښکاریده ډیره شوخه او چالاکه وه کله به له پلار څخه مخکې شوه او کله به یې یوه او بل اړخ ته روانه وه. په پلار ډیره ګرانه وه هره ورځ به یې سړک ته بیوله هلته به یې ورته آیسکریم اخسته کله به چې بیرته کور ته را روان شول نو پلار به یې د شپې لپاره ترکارې هم اخسته. زه، کامران، ګلاپ او احمد به د هغوی د کور مخې ته ناست وو.
رښتیا!! مدیر صیب ډیر ښه سړی و په موږ به یې غږ کړ بچیو! څنګه په دې ناوخته ناست یی راځی ماسره لاړ شۍ موږ به لا خولې نوې خلاصې کړې چې شغلې به ځان مونجی، مونجی کړ ځان سره به وګرمیده او په وره به ننوتل.
 خیر دا لوبې، جنګونه د یوه او بل پیښې نیول روان و چې په ښایسته هیواد مو توره تیاره راغله!!! مهاجرتونه پیل شول هر څوک هرې خواته لاړل موږ هم د خپل هیواد او خپلې کوڅې څخه د ډیرې مودې لپاره لرې کډه شوو…
زموږ د ماشومتوب جنګونه د مینې او مستۍ جنګونه و خو تقدیر بله پیښه وکړه په هیواد کې ډیر کلونه ناخوالې روانې وې ما ته به هر وخت خپل ګاونډیان یادیدل هر یو کامران، ګلاب، زرلښته، احمد، شغله او…
نو ځان سره به مې ویل هغه به څه وخت وې چې خپل ښار او خپلې کوڅې ته او بیا د ماشومتوب خپل همزولې ووینم ما له هغوی نه هیڅ احوال نه درلود شپې او ورځې همداسې تیریدې ډیر کلونه تیر شول او هیواد مو آزاد شو مهاجر خپل پلرنې ټاټوبې ته راستانه شول زموږ کور لا نه و راغلی خو زه یواځې خپل هیواد، خپل ښار او خپلې کوڅې ته راغلم. زموږ په کور کې ګاونډیان و هلته لاړ نشوم لومړی مې د کامران دې د کور ور وټکاوه دوه، درې ځل نه وروسته پوه شوم چې کور کې يې نارینه نشته زړه مې و چې پورته د احمد دې کور خواته لاړ شم خو د وره  له شا غږ شو کیست، کی ره کار داری….
ما ځواب ورکړ خاله زه یم کامران مې په کار ده…
 بیا یې غږ کړ تو کې استې که کامرانه کار داری….
په دويم ځل مې بیا ځواب ورکړخاله زه میرویس یم له پاکستان څخه راغلی یم هغې ور راپرانیست او هملته کیناسته په چیغو، چیغو یې وژړل زه یې هم وژړولم ما ګومان وکړ چې د هیواد ناخوالو، مهاجرتونو او ستونزو وژړوله ډیر سخت خپه شوم د هغې اړخ ته کیناستم کله چې یې اوښکې وچې شوې نو مخ یې راواړوه زه یې په تندې ښکل کړم د څه وخت لپاره ارامه کیناسته او په ورویې راته وویل میرویس جان! کامران خو چند سال پیش در راه مکتب روان بود که راکت اصابت کرد شهید شد…
نور نو زه په ځان پوه نشوم په ځمکه پریوتم بې څده وم کله چې لږ، لږ په څد شوم د ښځو غږ مې اوریده هرې یوې ویل خدا میرویس جانه خوب کنه مادر کامران خوب نکد ناچاپ اوره خبر کد اینا خو رفیق بودن…
 هرې یوې هم دغه خبرې کولې کله مې چې سترګې خلاصې کړې نو جمالې ترور غږ کړ میرویسه ځویه څنګه یې خدای به دې ښه کړې د شغلې پلار ته آواز کړم چې ډاکټر ته دې بوځې ما ورته وویل ترور جانې ښه یم سر مې را باندې ګرځې زړه مې تنګ، تنګ کیږې جماله ترور له خپله ځایه پورته شوه، لږ ځنډ روسته يې خپل خاوند له ځانه سره د کامران دې انګړ ته راوسته کله مې چې مدیر صیب ته وکتل نور هم خپه شوم د هغه ویښتان لکه پنبه سپین شوې او غټه سپینه ږیره یې په مخ وه!!
 خیر هغه له اوږې څخه ونیولم په لاره ورو، ورو روان وو زما حال په ښه کیدو و. مدیر صیب له ما نه پوښتنې کولې زما د پلار، ورونو او ټولو دوستانو پوښتنې یې وکړې ما ځوابونه ورکول کله چې ډاکټر ته نژدې ورسیدو ما ورته وویل مدیر صیب زه ښه یم ضرورت نشته هڅې د کامران لپاره ډیر زیات خپه شوم یوه حمله راباندې راغله ډاکټر ته نه ځم دوا مې ډیره نه خوښیږې مدیر صیب راځه چې بیرته وګرځو…
له بازار څخه راوګرځیدو په کیسو، کیسو روان وو ما هغه ته مخ ورواړوه او ورته مې وویل رښتیا مدیر صیب ستا هغه مشر ځوی سباوون چیرته ده؟ مدیر صیب لږ ځنډ غلی شو بیا یې وویل بچی سباوون رانه بیل ده هغه د قمبر په څلور لارې کې اوسیږې دولت یو کور ورکړ خپلو وړو سره هلته ده، بیا مې د شغلې پوښتنه وکړه مدیر صیب بښنه غواړم موږ ټول سره همزولې او لکه د یوې کورنې د غړو په شان مو ژوند کاوه نو هغه څنګه ده!!!
مدیر صیب ودرید او څا یې واخیسته بيا يي ما خواته راوکتل نو ویویل بچیه!! څه به درته وایم کیسه یې اوږده ده خو په څو لنډو ټکو کې یې درته خلاصوم! زما یو ورور په کیلې کې اوسیده هغه ورور مې له ما څخه مشر و څه غاړه به بندوم ما سره یې ډیرې ستونځې ګاللې وې له ما څخه یې څو کاله وړاندې هغه وخت چې شغله لا وړه ماشومه وه د خپلې لور سره د بدل غوښتنه وکړه ما د خپل مشر ورور دوه سترګو ته وکتل په داسې حال کې چې شغله خبره هم نه وه ما هوکړه ورکړه او ورسره مې ومنله. خپله وریره مې کریم ته چې زما دویم ځوی ده راواده کړه هغه وخت کې شغله د واده نه وه رښتیا د کریم له واده څخه څو کاله تیر شوې و او درې بچې یې درلودل ورور مې د واده غوښتنه وکړه خو شغلې دا رشته ونه منله په زغرده یې راته وویل له ما څخه هیچا پوښتنه نده کړې زه په هغه وخت کې لا وړه وم… دا نه په شریعت کې شته او نه په انسانیت کې !!! پلاره زه نه پوهیږم چې تا ولې د مال په شان خرڅه کړې یم او بله دا چې هغه ځونډی له ما څخه ‌‌ډیر مشر ده او زما دغه سودا قبوله نده.
هو!! مدیر صیب ډ‌یر خپه ښکاریده او په خپلو کړو پښیمانه و هغه بیا مخ راواړوه او ویویل میروسه بچیه څه به دې سر خوږوم ورور مې څو ځل په جرګه راغی خو شغلې قبوله نکړه بیا څه موده تیره شوه چې نږور مې د کریم کډه یادوم خپل پلار کره لاړه او دا یې دوه پسرلیه شول چې خپلو ورونو ستنه کړې او نه یې را پریږدې نه پوهیږم څه وکړم!!! له ما نه نوره لار ورکه ده! چې څه به کیږې پدې هم نه پوهیږم!!!
زما زړه ځښت ډیر پرې خپه شو خبره مې ورپرې کړه هڅې کیسه مې بلې خواته واړوله، د شغلې کیسې له ما نه کامران هیر کړ هغه خو شهید شوی ده او موږ ټول مرو…
خو دا شغله به څه کوې د هغې لپاره هر سات مرګ ده!!! یوې خواته ورور او وریرونه بلې خواته د عزت پلار او مور او د دې ټولو سره، سره د هغې خپل ژوند آخر دا ټول ولې؟ پلار یې د دې لپاره چې خپل ورور خوشاله کړې او د هغه دوه سترګې یې بانه کړې! ولې شغلې د دوه سترګو ارزښت هم نه درلود؟ شغله به هر څه سنجوې ځکه ډیره هوښیاره وه زه خو نه پوهیږم چې څه به پرې تیریږې د قسمت ماملې دې هر پلار خپله لور په ده او هغه نامه ورکوې څوک یې په بدوکې، څوک یې د پیسو او دولت په بدل کې پرته لدې څخه چې له خپلو لوڼو څخه پوښتنه وکړې لکه د مال په شان یې پلورې او بله دا چې دښمنۍ او وژنې پلار یا ورور کوې بیا په بدو کې خپلې سپیڅلې او بی ګناه لوڼې ورکوې او د هغوی ژوند د مرګ تر ورځې تریخ او د اور په لمبو یې سوځوې!!!
په نکاح کې خو یې ایجاب او قبول ویلی نو چې د یوې پیغلې خوښه نه وې هغه نکاح به څنګه وې؟ د هغو ژوند به څنګه تیریږې؟ ما ته ډیره ګرانه ښکارې!!!
خو لوی څښتن د هغه ورپیښ کړې چې د هغې په خیر وې او شغله هو! شغله په کې خوشاله او سوکاله وي….
اې لویه ربه ته خو د بنده په شان نه یې!!!
په دنیا او آسمانونو کې ستا پادشاهې ده!!! زموږ پیغلې له داسې کړاونو څخه خلاصې کړه!!
شغلې ته او د شغلې په شان نورو پیغلو ته هاغه ژوند ورکړه چې غواړې یې…


آمین