کور / تازه خبرونه / خوست:د لرافغانستان کډوالو ته مرستي ووېشل سوې

خوست:د لرافغانستان کډوالو ته مرستي ووېشل سوې

نوموړي غونډه چي نن سهار دعليشيرو په ولسوالي وشوه موخه يي له لر افغانستان ( ډيورنډ ها خوا ) څخه د راغلو مهاجرينو لپاره دمرستي ورکول وو .


نوموړي غونډي ته له پلازميني کابل څخه دمهاجرينو وزير ښاغلي شير محمد اعتباري او دقومونو او قبايلو په چارو کي دولسمشر سلاکار وزير ښاغالي امان الله ځدراڼ هم راغلي وو په دي مرستو کي اکثره ژمني توکي او ډير خوراکي مواد شا مل دي چي دامرستي  په ٥٠٠ مهاجرو کورنيو وويشل شوي.


د لر افغانستان څخه خوست ته کډوال سوي پښتانه


د لر افغانستان څخه خوست ته کډوال سوي پښتانهافغان دولت د لرافغانستان کرمه ايجنسي څخه خوست ته پر راغليو کډوالو لومړنۍ مرستي ووېشلېد پاړه چنار څخه راستانه سوي کډوال نورو مرستو ته اړتيا لريلراوبر افغان ولس يو له بله خواخوږي لري






ديادوني وړ ده چي له دي مهاجرينو سره څو ورځي وړاندي هم دکمپلو او نورو خوراکي توکو مرستي شوي وي او سيمي ته دخوست ولايت د عامي روغتيا رياست روغتيايي ډله هم دروغتيايي مرستو لپاره وخت په وخت ځي.


دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ په پکتيا کي دڅمکنيو په ولسوالي کي له کرمي ايجنسي څخه دراغلو مهاجرينو دري ماشومان دډير يخ له امله مړه شول.


يوه تن چي له لر افغانستان څخه بر افغانستان ته کډوال سوی دی لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي د يو شمېر کورنيو او بهرنيو مطبوعاتو له خوا دوی ته د پاکستانيانو خطاب کيږې ، په داسي حال کي چي دوی پاکستانيان نه بلکي پښتانه افغانان دي ، نوموړي چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي وويل چي دوی که پاکستانيان وای نو بيا به پکتيا او خوست  ته نه کډوال کېدل بلکي سيند او پنجاب ته به مهاجر سوي وای .


نوموړي له افغان دولت څخه مننه وکړه چي دوی ته يې لومړنۍ مرستي رسولي دي او له مسولينو څخه يې هيله څرګنده کړه چي ددوی د ماشومانو د تعليم غم دي هم وخوړه سي .