نوى درمسال
د شاعر مشرق علامه اقبال له شاعري څخه د راحت زاخېلي ژباړه
رښتيا وايم بامبړه! كه ته نه كوې خفګان
دي ستا صنم خانو كښې زاړه شوي دي بتان
دې خپلو سره بغض تا زده كړى له بتانو
نښلولى خداى په جنګ او په جدل دي واعظان
شوم تنـګ نو آخر ما خو درمسال او حرم پرېښو
ما پرېښو د واعظ وعظ هم ستا قيصې داستان
د كاڼو په بتانو كښې ګڼې ته چي مولا دى
د ملك د خاوري هره ذره ما وته ديوتا دى
راځه د پرديوالي چي پړدې لري كړو له ځانه
بيل شوي كړو يو ځاى او د دوه والي نښه ورانه
مودو راسي د زړه چي مو دنيا سړه پرته ده
راځه نوي شواله چي كړو په دې ملك كښې ودانه
زيارت له زيارتونو د دنيا چي مو اوچت وي
چي څوكه د ګنبدي رسي بره تر اسمانه
او هر سهار په وايو موږ خوږې- خوږې منترې
څكوو به منجاورو به د ميني مى هر خوانه
د ميني په سندرو كښې د زړۀ آرام طاقت شته
د مځكي اوسېدونكو له خلاصي په محبت شته