کور / شعر / د بېلتانه ژړا

د بېلتانه ژړا

( د ارنلډ په ياد كښې )


 


د شاعر مشرق علامه اقبال له شاعري څخه د راحت زاخېلي ژباړه


سهيلي پښتونخوا – کويټه


 


لاړ استوګنې په مغرب كړه اې مكانه ستا مكين
آه- ارمان چي خوښ يې نه شه د مشرق دا سر زمين


راغى نن دې صداقت باندي زما د زړه يقين
رڼا ورځ هم تياره شپه وي د مهجور او اندوهګين


“چي له غېږي د رخصت يې د حيرت داغ دى اخستى
لكه مړه شمع مي سترګو كښې نظر دى خوب راوستى”



آبادئ كښې زه بوګنېږم، ځان له ګټ يو خوښوم زه
سودايي يمه سودا كښې، ځم له ښار څخه ووزم زه


په ياداښت د تېرو ورځو باندي خپل زړه تړپوم زه
ستا طرف ته تسلۍ دپاره زر در دوكوم زه


كه مي ستا در او دېوار سره د سترګو بلدتيا ده
خو پيدا بېګانګي اوس، قدمونو كښې زما ده


دا ذره د زړه زما وه، لمر سره اشنا كېدونكې
ماته شوې ائينه مي د عالم وه راښودونكې


كرونده د اميدونو زما وه راټوكېدونكې
آه- خبر نه وم چي څه نه راته څه ده پېښېدونكې


زما باغ نه د رحمت وريځ لمن راښكله لاړه
په غوټو د اميدونو لږه وورېده لاړه


ته يې چرته اې كليمه! پاس د علم په سينا
ستا د ساه موجونه علم ته هوا وه روح افزا


اوس مي شوق د منزل چرته دى د علم په صحرا
ستا تر دمه زموږ سر كښې هم د علم وه سودا


“شور د حسن د ليلا كوم دى چي بيا سودا پيدا كړي
د مجنون خاوره ګړځونه مينځ ومان كښې د صحراكړې”


د وحشت لاس به مي پرې كړي دغه غوټه د تقدير
در رسېږم به شلوم به د پنجاب دغه ځنځير


ګوري دا حيراني سترګي ستا تصوير ته په ځير- ځير
تسلي مي په دې نه شي چي عاشق يم د تقرير


“د وينا طاقت يې نشته بې زبانه دى تصوير
خو په چپه چپيايي كښې هم ګويانه دى تصوير”