کور / کتاب / د ستورو ورا – دخيال محمد کټوازي دريمه شعري ټولګه

د ستورو ورا – دخيال محمد کټوازي دريمه شعري ټولګه


د ستورو ورا – د ښاغلی خيال محمد کټوازي د دريمي شعري ټولګي نوم دی چي په دې وروستيو کي په پېښور کي ددانش خپرندويي ټولني له خوا چاپ شوې ده .


دا ټولګه په ۱۴۰ مخونو کي پر منځني کاغذ چاپ سوې ده ، کمپوټر چاري يې پخپله ښاغلي کټوازي سرته رسولې او ډيزاين يې د حاجي محمد عمرخېل پلاس سوی دی .


ښاغلي کټوازي ددې کتاب د سريزي پر ځای يادونه کي ليکي چي د ګران هيواد او سپېڅلو خلکو ميني او د خپلي مورنۍ خوږې ژبي پور او عشق يې دې ته اړباسي چي که د خپلي سرلوړي ژبي په سمندر کي يو څاڅکی هم ورزيات شي نو حق به يې يو څه ادا شوی وي . هغه وړاندي ليکي چي د يوه توکم هويت ، موجوديت ، برم ، تاريخ ، وياړ او درنښټ تر ډيري کچي په ژبه پوري اړه لري او که له دوی څخه ژبه واخستله شي نو هغوی بيا خپلي کلتوري هويت ، ملي جذبې ، د هيواد مينه ، لرغوني ارزښتونه ، تاريخي کارنامې او توکميزي اړيکي نه پيژندلای سي او نه د هغو په ارزښت او خوند پوهيدلای شي .


 ښاغلی خيال محمد کټوازی ټولي درې شعري ټولګي لري چي لومړۍ يې د رڼا بهير ( چاپ ۱۳۶۹ کابل ) او دوهمه يې پرېشانه ولولې ( چاپ ۱۳۸۳ کابل )  او دريمه ټولګه يې( د ستورو ورا – چاپ ۱۳۸۶ پېښور) ده چي تازه له چاپه راوتلې ده .


په دې هيله چي ښاغلي کټوازي به د پنځوسمو هجري کلونو د يادښتونو په يو ځای کولو پيل کړی وي او يوه ورځ يې موږ له لراوبر ويبپاڼي ته تاسو ته زيرئ درکړو . دوی ته د دريم شعري غونډ د خپريدا مبارکي وايو !