خاوره يوه ده

36 | جولای 23rd, 2009


خاوره يوه ده لرو بره
 له امو نه  تر اټک
له چترال تر بولان
دا تپلې کرښه توره توره
يوه پلمه ده خوشې خوشې
يوه کېسه ده هسې هسې
دلته وينه مينه يوه ده
 ژبه يوه ده
اوښکه،موسکا يوه ده
دېره ،چلم،سکروټه
خمار يو،نشه يوه ده
خاوره يوه ده لره وبره
کوهاټ ،پروان که بدخشان  ……..
دلته ناتار دى ،د ناپايه يرغلونو
دپېړيو شاته
د يو مين په سيمه
ديوې ګناه په تور
چې څوکېدار نه دى
د چا نوکر وپيره دار نه دى
پرې وريږي ګولۍ
د اور شيندي په شان  .
ائ د اسمانو خاونده!
دا څنګه تقدير دى
چې تدبير نه لري
پرون مې پلار وسو
نن زه په بټ کې
سبا د زوى وار دى ………

»

Copyright Larawbar 2007-2024