تازه خبر: وحيدعمر: په يوشرط كرزى مناظرې ته حاضريږي

34 | جولای 23rd, 2009


دولسمشركرزي دكمپاين ددفتروياندپه يوه ټېلېفوني اړيكه كې لراوبرته وويل چې ولسمشركرزى په يوشرط سره مناظرې ته حاضريږي چې ټولورسنېوته دې په دې مناظرې كې ونډه وركړل شي ،عمرزياته كړه چې دابه يوه ډيره غيرعادلانه پريكړه وي چې فقط ديوتلويزيزن له لارې به مناظرې كيږ ي اونورې رسنۍ به په كې وڼده نه اخلي ،عمر زياته كړه چې ډاكتر عبدالله ،اشرف غني احمدزي اوكرزي دمناظرې په هكله مونږ ته پرون يعنې دسې شنبې په ورځ مكتوب راغلى دى ،عمرهمدارازوويل كومه مناظره چې دنن شپې كېده هغه دټولټاكنوپه اصولواوقواعدوبرابره نه وه اوبايددټولټاكنودكمېسيون له لارې دې ځانګړى مركه كوونكى اواصول ترتيب شي اوبيابه دولسمشرۍ ټولونوماندانوته دې په كې ونډه وركړل شي.عمر زياته كړه چې ولسمشركرزى دمګړى ولسمشردى اودهېوادپه چاروكې خورابوخت دى اودى نه شي كولى چې بس يواځې له يوه تلويزيون له لارې مناظره وكړي په دې چې نورې رسنيولپاره بيادومره ومناظرې كولووخت به نه وي .
ياده دې وي چې ولسمشرۍ څوكيولپاره شاوخوايوڅلويښتونوماندانوځانونه نومولي دي چې ترټولوداسې څرګنديږي چې كرزى به له نوروپرته له دووماندانوسره هريوعبدالله ،اشرف غني سره به درايواخيستلولپاره سيالي وكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024