کور / تازه خبرونه / د يوه ښوونځي مدير ووژل سو

د يوه ښوونځي مدير ووژل سو

 

د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي د يوه ښوونځي مدير د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل سو.

پوليس وايي حاجي محمدمحسن خان نن سهار له کور څخه د ښوونځي پر لور په موټر کي روان و چي د موټرسايکل ناستو وسله والو له خوا ووژل سو.

پېښه د سرياب مېل هاى سکول دروازې ته نيژدې چيري چي نوموړي د مديريت دنده ترسره کوله، رامنځته سوې ده.

د حاجي محسن د وژني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ.