کور / کتاب / (د نړۍ افسانه يي الوتونکي) د پوهنمل محمود نظری اثر چاپ شو

(د نړۍ افسانه يي الوتونکي) د پوهنمل محمود نظری اثر چاپ شو


د نویو ځوانانو لپاره« د نړۍ افسانه يي الوتونکي » دپوهنمل محمود نظری نوی کتاب د دانش خپرندویه ټولنې لخوا د ( ۱۰۰۰ ) ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوئ دئ .

دا کتاب د نړۍ د لرغونو او شتمنو ادبياتو ډير زړه راکښوونکي نکلونه او افسانې لري .

ددې اسطورو او نکلونو په منځ کې ډير شاهکارياني شته چې د هغو نه ملي حماسې پيدا شوي چې ښه او اوميد لرونکي پايلې لري د ځينو نکلونه د پاسه زر کاله تيريږي ان ځينې يې هډو وجود نه لري خيالي نکلونه دي يا دهغو نکلونه اصلي بڼه د نسل په نسل تکراریدو په وجه بدله شوې ده او يايوازې هغه د حماسه سرايانو او ليکوالانو ويل شوي نکلونه دي چې ډير ښکلي او زړه را کښوونکي دي . په دې ترڅ کې د ډيرو مرغانو نومونه او په هغو تړل شوي نکلونه ويل شوي دي چې ډير مهم يې لکه:

(الکونوست) د روسيې،( با) د مصر،( پينګ هونګ )د چين ،(ګارودا اوجتا يو(یتایو)) د هند، ( د تندر الوتونکي) د سهيلي آفريقا،( ققنوس )د مصر،( پيسا )د امريکايي بوميانو، (عنقا )د عربو ،(رخ) د مراکش ،( ديماج )د پرسيا، (سيمرغ ، ملا چرګګ اوبوتيمار )د دافغانستان او ايران اوداسې نور…

په دې ټولګه کې تر شپيتو زیاتو نړیوالو افسانه يي الوتونکو نکلونه او خیالي انځورونه را ټول او ژباړل شوي دي امیدچې خوښ مو شي.

 مینه وال کولائ شي چې دا اثر له دانش خپرندویه ټولنې (www.Danishpress.com ) څخه تر لاسه کړي .