کور / شعر / غزل

غزل

ته خو وايې سم را ګورې خو ادا ور سره نه وي
زه به دواړې سترګې داغ کړم چې حيا ور سره نه وي


زړه مې غواړي چې قران غوندې يې زړه ته را نژدې کړم
څوک چې ليک غوندې ږغېږي او ريا ور سره نه وي


نه پوهېږم لويه خدايه د چا سترګې را پسې شوې
اختر راشي پر دې سيمه خو خندا ور سره نه وي


دلته هر ستورى د شپې د تن له پاسه يو پرهر وي
دلته هره ورځ چې لمر خېژي ړنا ور سره نه وي


اوس يې نه رسي لاسونه زما خواره واره اوربل ته
باد چې راشي ستا له لورې لکه سا ور سره نه وي


تا چې وچي کړې خاونده د کوچۍ د سترګو اوښکې
اوس چې څوک سندره وايي نو ژړا ور سره نه وي