کور / اسلامي / د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته


اودس : د څلورو اندامو د مخ مينځل ، د سر مسح کول ، د لاسونو مينځل د څنګلو په شمول او د ښنګرو په شمول د پښو مینځلو ته اودس وايې .


استنجاء : د لويو بولو او متيازو څخه پاکې حاصيلولو ته وايې .


استجمار : په لو ټو يا قاغذ تشناب  باندې د شرمګاه پاکولو ته وايې .


ولې غوره داده چې لومړی په لوټو يا قاغذ تشناب  ناپاکی لری شي ورسته يې په اوبو ومنځی  چه دا عمل غوره دی .


دغه عمل د قبا دخلکو ؤ چه په قرآنکريم ستايل شوي دی


د باد په وتلو اودس ماتيږي خو استنجاء ته ضرورت نشته  (څلور واړه مذاهب )  .


د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی  دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .


او همدارنګه درالمختار ليکی :


وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .


 


 مګر که دښځی د مخی طرف څخه باد ووځی اودس نه ماتوي . ( فقه الهنديه )


 


 


که يې پخوا استنجاء کړي وي  نو بيا د اودس لپاره بلی استنجاء ته ضرورت نشته يواځی اودس به کوي ځکه استنجاء د نجاست لری کولو لپاره وي .


 


حمدالله شاکری