کور / تازه خبرونه / کندهار: مديرګلوجان ټورنمنټ پاى ته ورسېد

کندهار: مديرګلوجان ټورنمنټ پاى ته ورسېد


په کندهار کي د څو ولايتونو ترمنځ د فټبال ټورنمنټ چي د فراه، روزګان، کندهار، زابل او چمن لوبډلو ترمنځ د مديرګلوجان په نوم پيل سوئ و، پرون يې وروستۍ لوبه د کندهار د آريا لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده.

د مديرګلوجان د ولايتي ټورنمنټ فاينل لوبه د کندهار د آريا او فراه ولايت د منتخبو لوبډلو ترمنځ وسوه چي دوه د يوه په مقابل کي د کندهار د آريا لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده او د ياد سوي ټورنمنټ اتلولي يې ترلاسه کړه.

په نيمه پايلوبو کي د کندهار د آريا لوبډلي يو د صفر په وړاندي چمن ته او فراه يو د صفر په وړاندي د کندهار خراسان لوبډلي ته ماتې ورکړې وه.

د مديرګلوجان ټورنمنټ چي د ملي سوداګر حاجي تورجان په مالي لګښت پيل سوئ وو، د پرونۍ لوبي په پاى کي د حاجي تورجان، المپيک آمريت او د فټبال فدراسيون د رياست له خوا پر لومړي او دوهم مقام سربېره د ټولو ولايتونو راغليو لوبغاړو ته انعامونه او تحفې ورکړل سوې.