کور / شعر / [ وايلنټاين ډې ]

[ وايلنټاين ډې ]

ياد ګېرنه :: Ý   د “وايلنټاين” ورځ د هر كال په څوارلسم د فروري د نړۍ مينان لمانځي، وايلنټاين يوه ښايسته يورپي پېغله وه چا چي د خپل محبوب په بېلېدو خپل ځان خپلي ميني ته تېزيندۍ واچوله، او د دنيا مينانو ته يې د خپل پاك، معصوم، او سپېڅلي محبت يوه روښانه ننداره وښودله .        ﴿ صابر ﴾


 راځه چي د قرآن د پاسه غبرګ لاسونه كښېږدو


چي څړيكې به د ميني موبيداري وي په زړو كې


راځه چي د دې تور سپرلي خاموش سحر ته مخ كړو


ګل ګل به ساتو يو بل د ذهنونو وېرانو كې


 


راځه چي د نفرت   تعصب سترګي ړندې كړو


په ژوند به وركوو شكست د ژوند هري بلا ته


راځه چي د” بكرې پښتو” په نوم لوظونه وكړو


غړۍ د محبت په ټيټوو نه دې دنيا ته


 


راځه چي ښايستونه او نغمې خورې ورې كړو


د ميني د كينو د كركو دې لارو كوڅو كې


غوټۍ د ارزوګانو د زړګو په كې ګل ګل كړو


تر څو به ماركونډۍ كرو ليلٰى لارو كوڅوكې


 


راځه چي دې بهار كې د اٌلفت ټپه ټپه شو


راځه چي سره يو شو، كه يو نه شو نو لمبه شو