کور / شعر / پرانستى ليك

پرانستى ليك

ياد ګېرنه :: معروف افغان، اديب، پوهاند، او ريالسټ، ډاكټر مجاور احمد زيار چي كله دلته په پېښور كې هر څو كاله پاته شوى و- تقريباً هر مازديګر به له زموږ سره زموږ په ځاى كې ناست و،  او تر تېره ماسخوتنه به مو علمي ادبي بحثونه او مجلسونه تاؤده كړي وو ، بيا هر كله چي هغه لندن ته تلو نو مايې د ” خليل اولسي ادبي جرګې” د سيوري لاندي د يو لويې درنې ادبي دستورې په شكل كې شپېتۀ كلنى جشن د پښتو د دې متل په ضد ” چي د شپېتو شي نو د ويشتو شي” ولمانځلو، په دغه منځ كې تقريباً دوه كاله تېر شوو خو نه يې چېري په يو ليك كې ياد كړو نه يې چېري په بې خيالۍ كې فون راته وكړو، د پښتون زيار د دغه نادودو په تاثر كې ما دا نظم ليكلى دى   ﴿ صابر ﴾


 


اې د “اكسفورډ” په رڼاګانو هواګانو وركه


د ننګرهار خړي كوډلې دي يادېږي كه نه ؟


اې مدحه ګره د لندن د محلونو ماڼو


د “مزينې”مېرې دي سترګو كې غړيږي كه نه ؟


د مصنوعي، ميرو، ملوكو د ملت مجنونه


د ملالو په نوم دي زړه لږ، ډېر درزېږي كه نه ؟


د نوي دور، نوي فكر، نوي ژوند منادي


زړې زړې څهرې دي مخكې هم اودرېږي كه نه ؟


درته ياديږي كنه دا خپل سينه ستړي ياران


كله نا كله د” ژوند ښار كې” په ژوند مړي ياران


د ادبي مليانو ميره څنګه وايه كنه


د بې ادبو مجلسونه درنه هېر خو نه دي


هاغه تر نيمو شپو د” برتهكال” حجرو كې


خواږۀ خواږۀ ګرم ګپونه درنه هېر خو نه دي


د ” زوړ اكا ” د وطن ګل ګل پسرلو وړيه


د بښتانه كابل اورونه درنه هېر خو نه دي


د “سكينې ٭” په لوپټه وخوره قسم ووايه


د محمدګل بابا مرادونه درنه هېر خو نه دي


موږ ته يې ياد موږ نه كړې هېر زموږ فنكاره ياره


ستا دليك لارو ته مو سترګې دي ” زياره ” ياره ”


……………………………………………………………………………………


٭ سكينه د زيار صاحب كورودانه  او د بي بي سي نطاقه


يادونه: په 18 اكتوبر كال 1998 كې په” سهار” ورځپاڼه كې زيارصاحب د دې نظم په ځواب كې يو اوږد نظم چاپ كړى و .