د افغانستان ازادۍ ته ډالۍ

36 | اگست 16th, 2009


تر څو دې پردي وطن كي موږ اوسو به
كه خداى جوړ افغانستان كړى ټول ورځو به


دلته زوند مو ده تريخ سوى نه تېرېږي
هغه زموږ خر پړ كور مي ډېر يادېږي


يه هيڅ مي نه هېرېږي اخېر ورځو به
هلته خلك په هر رنګ دي رنګېدلي


ډېر دي بيا له خپله زونده تښتېدلي
د دې ټولو ستونزو لاره لټوو به


د مسجد ممبر تر اوسه لا ړنګ پاته
هلته يې هيله نه كېږي هيچا ته


موږ دي جوړوو او هم دي رنګوو به
تر اوسه دي لا زخم ناسور پاته ده


پوهېږم چي دي هيله نه هيچا ته ده
چي درسو اول دي زخم جوړوو به


هلته هر سړى جيبونه ډكوي
څوك په ورځ څوك يې په شپه كي غلا كوي
يه محيبه ما وتا يې جوړوو به
 


 

Copyright Larawbar 2007-2024