کور / تازه خبرونه / زابل:اورښتونو مرګ ژوبله واړوله

زابل:اورښتونو مرګ ژوبله واړوله

دزابل ولايت دشينكۍ ولسوالي اوسېدونكو لراوبر ويپاڼي ته دتليفون پرليكه وويل چې دهغې ولسوالۍ په روغاني كلي كې ديوه كورنۍ دوه غړي او يوشپون وژل شوى او پنځه تنه نور ټپيان دي . پېښه تېره شپه دبام ياچت دنړېدو له كبله رامنځ ته شوې ده كليوال يې وايي چې دكور مالك پخپله هم ټپي دى . دزابل چارواكي تردامهاله په پېښه ځانونه ناخبره بولي خو وايي چې پلټنې يې پېل كړي دي ، شينكۍ دزابل په سوېل كې پرته ولسوالي ده او تل يې واوري او بارانونه لاري بنده وي .