کور / شعر / ښایسته پښتو به وایې

ښایسته پښتو به وایې

 


                پښتو


ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې


 دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې


 ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې


 سپکه خوبڼکه ده،درنه پښتو به وايې


 ښه يې له پرديو زیږو تورو  څخه وچڼه


 ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې


 داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی


 څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتو به وايې


 اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې


 ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې


 ژبه خو پسول ده د ولس دښکلا ناوې ته


 ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې


 ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره


 ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې


 بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه


 ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې


 ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه


 «خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې