کور / تازه خبرونه / پکتيا:يو تن له چاوديدونکو توکو سره ونيول شو

پکتيا:يو تن له چاوديدونکو توکو سره ونيول شو

  د جمعې په ورځ د پکتيا ولايت د ملي امنيت کارکوونکو يو تن له  چاوديدونکو توکو سره نيولی دی
 د پکتيا ولايت د والي وياند روح الله  سمون په خبره نيول شوی کس د اريوب ځاځيود ولسوالۍ ودانۍ  ته څيرمه د ملي امنيت کارکوونکو لخوا نيول شوی
 سمون وايي د يادشوي کس سره ٧ کيلو ګرمه چاوديدونکي توکي ٨٠ متره د ريموټ کنترول لين او٢٠٠ د بمونو پټکۍ نيول شويدي .
 سمون وويل نوموړي کس  لومړيو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي  چې سليمان نوميږي ، د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسيدونکی دی او چاوديدونکي توکی يې د کرمې ايجنسۍ د تري منګلو څخه راوړي دي
  همدا رنګه سمون وايي چې درې حلقې د ريموټ په وسطه عيار شوي ماينونه پوليسو د اريوب ځاځيو او احمدخيل ولسوالۍ ترمنځ دغځيدلي سړک پر سره  کشف او خنثی کړيدي
 دا په داسې حال کې ده چي څو ورځې وړاندې هم پوليسواو ايساف ځواکونو  په پټان ولسوالۍ کې  يو تن ځانمرګی بريدکوونکی له چاوديدونکوتوکو ډک واسکټ سره نيولی وو  .