کور / تازه خبرونه / هرات: اورښتونو اويخنيو ۴۵ كسان ووژل

هرات: اورښتونو اويخنيو ۴۵ كسان ووژل

دايران پرپوله دهرات ولايت په غوريان ولسوالي كې شاوخوا ۴۵ كسان دواورو دښويدو او يخنيو له كبله وژل شوي دي . دهرات چارواكي وايي چې هلته تريو متر ډېره يومتر واوره شوې اوترډېره هده موصلاتي لاري بندي دي په وژل شويو كسانو كې ډېرى هغه كسان دي چې دايران پرپوله تګ راتګ كوي او مسافر خلك دي او ډېرى نور بيا مالدار دي چې دواورو له كبله يې خپل ژوند له لاسه وركړى دى . دغوريان ولسوالي ګڼو اوسېدونكو دبېړنيو مرستو غوښتنه وكړه او ويه ويل چې حكومت تردامهاله دژغورنې په موخه كوټلي ګامونه نه دي پورته كړي. دهيواد له بېلا بېلو برخو څخه دسختو يخنيو او واورو راپورونه ترلاسه سوي او دډېرى مركزي ولايتونو مواصلاتي لاري بندي دي او وګړي يې دمرستو غوښتنه كوي