پښتونخوا:يخنيو دخلكوژوند له ګواښ سره مخ كړى

ميرويس افغان | جنوري 11th, 2008


دجنوبي پښتونخوا له بېلا پېلو برخو او مركزي ښار كوټي څخه راپورونه وايي چې سختو يخنيو دولسي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى دى .


ديخنيو زوره وري څپې پريخ زيارت، سنځاوۍ، كلاسيفالله، نڅۍ او مركزي ښار كوټه كې خپره سوې ده ، دكوټي ډېرى اوسېدونكو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دګازو دفشهار دټيټيدو له كبله يې ژوند ته سختي ستونزي ورپېښي دي ځايي اوسېدونكي وايي چې په نوي كلي ، يښتون آباد، او سيټلايټ ټاون كې دګازو دكمزوري كېدو له امله سختي ستونزي ورپېښي دي .


هلته دتېرو څو كلونو راوروسته په لومړي ځل سخته سخني راغلې ده ، پركوټه تېره ورځ واوره سوې وه او نن يې وګړي يخنيو راڅرخه ولي دي ، هاخوا ديخ زيارت اوسېدونكي وايي چې په كليو مې دګازو دكمښت له كبله ځايي اوسېدونكو دصنوبر دونو په سوځلو لاس پوري كړى دى .


Click here for Quetta Map

Copyright Larawbar 2007-2024