کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې خپل پښتانه تباه کوو ؟

ولې خپل پښتانه تباه کوو ؟

که د پښتون قوم تاريخي شا ليد ته يو ځغلند نظر وا چوو نو جو ته به شي چې دغه ولس څو مره سترې ويا ړنې در لودلې دي٠ په دوی کې ستر ستر شخصيتونه،ليکو الان، شا عران،ستر سترعا لما ن، ستانه او صو فيان او لوی مدبر سياست پو هان او تر ټو لو نه مهم ستر واکمنان تېر شوي دي چې ددوی کړنې زموږ د تا ريخ ويا ړونه دي٠ د غو شخصيتو نه ددغه ولس له مينځه را وتلي وو او د تا ريخ په بيلا بيلو پړ اوو نو کې يې د خپل ولس په ګټه ډېر داسې کار ونه کړ ي دي چې موږ نن پرې ويا ړو٠

دغو شخصيتو نو د خلکو د ګڼو ګڼو پر ګنو د يو والي په لار کې ډېرې هلې ځلې کړي دي، دنفاق او نورو ټو لنيزو نارو غيو د علاج له پاره يې دې ټو لنې ته داسې مجر بې نسخې ليکلي دي چې په ر ښتيا سره يې هم رغنده اغېزې در لودلي دي٠ په دوی کې د هېواد او وطن سره مېنه ددوی په وېنه کې اخښل شوې وه٠ دوی دهېواد دد ښمنا نو نه ژوره کر که در لو دله او هغه چا ته يې په سپکه ستر ګه کتل چې ددې هېواد او ولس سره يې غداري کو له٠ پر دوی با ندې خپل هېواد او خلک ګران ول٠ دوی د قوم سپکاوی خپله سپکاوي ګڼله اوهغه چا به چې ددې قوم او هېواد ته غداري کو له هغه ته به يې سخته سزا ور کو له او د هغه کر غيړن او نا ولي عملو نه به يې رسوا کول٠

خو موږ چې دخپلو د غو ويا ړلو نيکو نو بچيان يود خپل هيواداو خلکوپه اړ وند داسې بې تفا وته يو چې نه مود خپلو ويا ړلو نيکونو او پلر ونو په پله قدم ايښی دی او نه د هغو ويا ړلو کا ر نا مو ته کوم اهميت او ار زښت ورکوو، بلکې په موږ کې داسې بد مر غه او هيواد دښمنه کسان شته چې د پر ديو په لمسون او اشارو سره په لوی لاس دغه هېواد ورانوي٠ دوی دنورو هيواد ونو له پاره جا سو سي کوي، دوی نه پو هيږي چې دغه هيو ادونه ددې هېواد غليمان دي او نه غواړي چې موږ ددوی په ګا ونډ کې يو پر مختللی او په ځان بسيا هيواد واو سو٠ دغه لنډ فکري دې ته متو جه نه دي چې ولې د خپل هيواد ښوونځي ور انوو٠ ديوه ښوونځی په ورانولو سره زموږ دولس څو مره ما شو مان د علم او پو هې له نعمت نه بې بر خې کيږي٠ که په يو هېواد کې پو هه او علم نه وي نو هغه هېواد به څنګه پر مختګ وکړي او يا په خپل سر د نورو انسا نا نو وژل او د وزو او پسو نو په څير ددوی ذبحه کول٠ايا دوی کله هم ددې خبرې په اړوند سو چ کړی دی چې کله خپل بل ورور ووژنم دا خو زما مټ او بازو دی او بل دا چې دبل انسان وژل خو د پاک قر ان د مبا رکو ار شا داتو سره يو مخا لف کاردی،ډېره ښه بېلګه يې د روژې په دې سپيڅلې او مبا رکه ميا شت کې د افغا ن ژور نا ليست اروا ښاد جا ن الله ها شمزاده شهادت دی چې خدای پاک به يې بې له شکه د وژونکو او قا تلينو سره محا سبه کوي٠

اسلام د صبر، زغم، رحم، عدل او ښيګڼې دين دی او هر څوک چې ددغه سپيڅلي دين د سپيڅلو ار شا داتو نه غا ړه و غړوي الله جل جلا له به ور سره محا سبه کوي٠

زما مخا طبين ټول هغه کسان دي چې د خپل هېواد تباه کو لو ته ملا تړلې ده او د ړندو په څېر نه وچ ګوري او نه لا نده هر څه چې پر مخ ور شي يو له مخه يې تباه کوي٠ ايا تا سو کې لږسو چ او عقل شته چې څه کوئ او پر کو مه لار روان يا ست؟ ايا دا خلک د ژوند حق نلري چې تاسو يې په خپلو ځا نمر ګو بر ېدونو وژنئ او د ژوندکو لو حق ور نه اخلئ؟ ايا دوی علم او پو هې ته اړ تيا نلري چې تا سو يې ښوونځي ور سو ځوئ؟ ولې د علم او پو هې سره د ښمني کوئ٠ اياد علم او پو هې پر ته هېواد ودا نيد لی شي٠بس کړئ پر ديو هيوادونو ته د جا سوسۍاو غلا مۍ او د خپل مو رني هېواد د ورانولو او بې ځا يه وژنو نه لاس واخلئ!