دپښتنو جنسايډاو ډله اېزه وژنه

د لراوبر اداره | سپتمبر 6th, 2009


داپوره دېرش کلو نه کيږي چې پښتون ولس کله د يوه ښکيلا کګر او تيري کوو نکي زبر ځواک او کله هم د بل ښکيلا کګر زبر ځواک له لا سه په ډله اېزه تو ګه وژل کيږي، په کليو او کو رو نو يې په بېر حما نه ډول سره بمبارۍ کيږي،دوی د خپلو کو رو نو نه شړ لو ته اړ ويستل کيږي او په زندانو نو کې شکنجې او ډول ډول عذ ابونه ، تکليفو نه او ربړ ونه ګالي٠


لو مړی چې کله په١٩٧٩ع کال دد سمبر په ميا شت کې سرو ير غلګرو ځو اکو نويعنې دوخت شوروي اتحاد ز موږ پر ګران هېواد افغا نستان با ندې بېشر ما نه ير غل وکړ نود پخوا نه ددوی راتګ افغا نستان ته د پښتنو د ځپلو او ددی دپيا وړي ځواک دټکو لو له پاره د يوه پلان له مخې تر سر ه شوی و٠


کله چې رو سا نو افغا نستان ونيوه نو د خپلو ١٥٠٠٠٠ پو ځونو، مجهزو ټا نکو نو او ډول ډول عصر ي او پر مختللو و سلو سره د وارسا د پو ځي تړون د غړو هيوادو نو په مر سته د پښتنو سيمو ته متو جه شول چې په د غو سېمو کې له هر اته نيولې بيا تر فراه،هيلمند،کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتيکا، پکتيا ، خو ست، لو ګر، ميدان او وردګو، ننګر هار، لغمان، کو نړ او کا پيسا سېمې شا ملې وي، ځکه رو سان په دې خبرې با ندې ښه پو هېدل چې يوازې او يوازې پښتانه دي چې له دوی سره په نره جنګيږي او ددوی سره هيڅ ډول سا زش او معا مله ګري نه کوي٠


که دروسي ير غلګرو په وخت کې په افغا نستان کې د مقا ومت او جګړې او تلفا تو ګر اف ته وګورو تر بل هر چا پښتنود دې هېواد د ازادۍپه لاره کې ډېر زيا نو نه او قر با نۍ ګا للي دي٠ دافغا نستان په دوه مليو نو شهيد انو کې تقر يباډېر يې پښتانه وو چې شهيدان شوي دي، همدوی وو چې کورونه يې در وسي ير غلګرو او ددوی دلا سپو څو له خوا بمبار شوي دي، همدوی دي چې ز يات شمېر معلو لين لري، همدوی دي چې زيات شمېر بچيان يې يتيمان شوي دي او باالاخره همدوی وو چې زيات شمېر يې مها جر تو نو ته اړ شول او لا تر او سه هم په مها جرت کې شپې او ور ځې تيروي٠



کله چې په ٢٠٠١ع کال کې د طا لبا نو رژيم نسکور او امريکا اونورو متحدينو او د نا ټو ځو اکو نو پر دې کړ يدلي ولس ير غل وکړ نو بيا هم درو سا نو دوخت په څېر ددوی ځو اکو نه هم د پښتنو د ځپلو او ټکو لو ته ملا و تړله او هما غه سناريو بيا تکر ار يږي چې رو سا نو د پښتنو پر خلاف تر سره کول٠


امر يکا ئيان چې ځا نته ددمو کر اسۍ او د بشر د حقو قو علمبر داران وايې په افغا نستان کې يې دا خبره د نړۍ خلکو ته ثا بته کړه چې دا څه ډول ډمو کر اسي او دبشر حقوق دي چې دوی ډله ايزې وژنې کوي ،د رو سانو په څېر د خلکو کورونه بمباروي، ما شو مان و ژني او پر خلکو با ندې ډول ډول زهر جن او کيمياوي مواد استعما لوي٠ پر پښتنو با ندې دګو انتا نا مو ،بګرام، کند هار او په سلګو نو نور زند انو نه ډکوي ٠


ګران هيوادوال به خبر وي چې امر يکا ئيانو زموږ پر کړ يد لي ولس او په تېره بيا پر پښتنوڅه ډول نا تار جوړ کړی دی کله يې پر ودونو بمبارۍ کوي، کله يې د جنازي د ښخو لو په مر اسمو، کله يې هم په کو رو نو چې ښې بيلګې يې په دهراود، شينوارو،او زبين،شينډنډ، دفراه په با لا بلوک او ور وستۍ ډله اېزه وژنه د٢ ور ځو د مخه وه چې دکندز په ولايت کې و شوه اود ما شو مانو په ګډون زموږ ٢٠٠ هېوادوال پکې شهيدان شول٠


د حيرانتيا او د شر م وړ خبره خو داده چې هر ځل امر يکي دغه رنګه جنا يتو نه کړي دي نو بيا يې خپله خو اشيني هم ښو دلې ده چې ډېره عجيبه ده هم مې وژني او هم را با ندي ژاړي اولا سپو څي کر زی بيا هر ځل ويلي دي چې زه هم خو اشينی يم او په دې بر خه کې به پلټنې او تحقيقات وکړم، خو موږ او تا سو وليدل چې دا خو شي د خو لې پو فو نه دي، کر زی خو خپله لا سپو څی او ګو ډاګی دی چې دخپل ځان واک نلري هغه به د خپلو خلکو غم څنګه وخوري ٠ لنډه دا چې هم رو سا نو د خپل ير غل په وخت کې پښتانه په ډله اېزه تو ګه وژلي دي او هم د دمو کر اسۍ او دبشر دحقو قو دعوي داره امر يکا هم د پښتنو جنسا يډ ته دوام ور کوي او څو ک نشته چې ددوی نه پو ښتنه وکړي، ځکه چې زبر ځواک دی او پښتانه بيچاره ګان بې وسې٠

Copyright Larawbar 2007-2024