سبا به افغانستان له يوګاندا سره د سيالۍ ډګر ته ووځي

د لراوبر اداره | سپتمبر 8th, 2009


دتنکيو زلميانو دنړېوالې اتلولۍ دغوراوي په سيالیو نن دافغانستان تنکيو زلميانو او دامريکا دتنکيو زلميانو دکرېکټ لوبډلو ترمينځ يوه په زړه پورې سيالۍ وشوه چې بريا دافغان شازلمو په برخه شوه .



دافغان لوبډلې مشر پچه وګټله اومنډې جوړول يې غوره کړل .تر ١٧ اوورونو (Afg: 91/2/17) داسې برېښېده چې افغانستان به امريکا ته ډېره لوړه موخه وټاکي ،خودامريکا يو غونډس اچوونکي اسد غوس ډېره ښه لوبه وکړه.


اوافغان لوبغاړي يې يودبل پسې ژز,ژروسوځول (Afg:160/7/37) اوبيا داسې وخت راغی چې کتوونکي په دې اند ول چې افغانستان به ايله 180 او يا 190 منډې جوړې کړي خو دافغانستان اتم او نهم نمبر لوبغاړي (خوشال رسولي 36 او ايان امينزی 38 ) په وېکټه ودرېدل او لوبه يې مخ په وړاندې بوتله (Afg:221/8/48.1) لومړی امینزی او ورپسې خوشال وسوځېد.


(Afg:224/9/48.4) وروستی کس ذکي الله ذکي راغی او په اوو پنډسکو يې 18 منډې جوړې کړې او امريکا ته يې 242 منډو پوره کولو موخه وټاکله .


امريکا ډېره ښه لوبه پیل کړه او تر 130 منډو پور يې يواځې 4 لوبغاړي سوځېدلي ول .خو لوبه يې ډېر ورو،ورو کوله او بيا ورته منډې ډېرې پاتې وې او پنډوسکي (بالونه) ورسره لږ ول نو دتېزې لوبې هڅه يې وکړه او لوبغاړي يودبل پسې وسوځېدل.اظهردين محمد ځان ټينګ کړی و او 90 منډې يې جوړې کړې, په پای کې دامريکا ټول لوبغاړي په پنځوسم اوور کې په 205 منډو وسوځېدل اودا لوبه افغانستان په 36 منډو وګټله .


په پنډس اچونکو کې ښاغلی اېمل وفا ښه وځلېد او 4 لوبغاړي يې دوړه کړل . او په منډه جوړونکو کې ښاغلی اقبال ملکي ډېر په پام لوبه وکړه او 72 منډې يې جوړې کړې . افغانستان تر اوسه 5 لوبې کړي او 8 پواينټونه لري . او سبا به افغانستان له يوګاندا سره دسيالۍ ډګر ته اوځي .


دګران هيواد او اتلو شازلمو دبريا په هيله  !


Copyright Larawbar 2007-2024