کور / هراړخیز / ګوډ تيمور

ګوډ تيمور

ليکوال: هارولډ لمب
ژ: عبدالله الهام


له نن څخه څه باندې شپږ سوه1 کاله وړاندې يو کس وو چې په خپله هخه يې په ټوله نړۍ واک وچلاوه او هر تکل يې چې وکړ بريالى شو، موږ هغه د ګوډ تيمور په نامه پېژنو.


په لومړيو کې دومره مهم نه وو، يواځې د منځنۍ اسيا په اتل روزونکې سيمه کې يې د رمو څرولو په يوه ټوټه ځمکه واک درلود. تيمور لکه مقدوني سکندر غوندې د پاچا ځوى نه وو او نه هم د چنګيز په څېر د قبيلې مشري له پلاره ورته په ميراث رسېدلې وه. سکندر او چنګيز دواړو کله چې د نړۍ لاندې کولو ته مټې رانغاړلې ګڼ ملګري يې درلودل، د مقدونيې خلکو له سکندر او مغولانو د چنګيز ملا وروتړله، خو تيمور بيا يوه ډله خلک له ځان سره ملګري کړل.


تيمور د هغې ورځې د نړۍ نيمايي ځواکونه يو پر بل پسې مات کړل. هغه ښارونه مات کړل او د خپلې خوښې له مخې يې له سره جوړ کړل د دوه لويو وچو سوداګريز کتارونه به د هغه له لارو تېرېدل او هغه د څو امپراتوريو شتمنۍ را ټولې کړې او د خپلې خوښې وړ يې ولګولې. ښايي له هر بشر زيات دغه عجيب سړي د خپل ژوند په اوږدو کې هڅه کوي تر څو خواشينوونکې ګڼې طرحې را ټولې کړي او هغه په خپل زړه بيا چوکاټ ته واچوي.


هغه په هغه مهال او اوس په ګوډ تيمور مشهور وو او دى. په عمومي تاريخونو کې مو د ګوډ تيمور نوم ډېر کتلى، که څه هم اروپايانو کابو شپږ سوه کاله وړاندې هغه ته تاتاري ويل. هغوى په نامالوم ډول تيمور نړۍ لاندې کوونکى او بې رحمه واکوال ګاڼه چې د اورپايانو تر دروازو ور رسېدلى وو. د وژل شوو کسانو له سرونو څخه به يې منار جوړاوه او د شپې له خوا به يې په غونډيو اورونه بلول تر څو د هغه د سرتېرو لپاره لارښونه وکړي. خو آسيا دا کس ښه پيژانده او د هغه ښېګڼې او بدګڼې يې يوه يوه پېژندله. د هغه آسيايي دښمنانو هغه مشهور کړى وو چې هغه يو وږى لېوه دى. خو د هغه دوستانو او پيروانو به ويل چې تيمور زمرى او د ښه مقام واکوال دى.


ړانده انګريز شاعر ميلتون2 د تيمور د اړوندو افسانو له اورېدو وروسته زړه بوږنوونکي رنګونه موندلي چې په وسيله يې شيطان خپل ځان رنګوي او خپله نقاشي رنګينوي.


تاريخ ليکوال د هغه په اړه چوپ پاتې شوي، خو شاعرانو د هغه کيسې ليکلې دي، خو په هر حال د ګوډ تيمور د ژوند ډلبندي آسانه چاره هم نده. تيمور د کومې کورنۍ د لړۍ غړى ندى خو په خپله يې لړۍ جوړه کړې ده. هغه د آتيلا په څېر چې يو وحشي وو د روم ښار يې لوټ نکړ خو په خپله يې په بې اوبو او بې وښو دښتو کې د روم غوندې ښارونه ورغول.


که څه هم د خپل ځان لپاره يې تاج او تخت جوړ کړ خو د خپل عمر ډېره برخه يې د آس په زين تيره کړه. کله چې هغه په ودانولو لاس پورې کړ د پخوانيو د معمارۍ تقليد يې ونه کړ او خپله نوې طرحه يې د خپل نظر مطابق پلې کړه او د غرونو په سرونو او د دمشق(وړاندې له دې چې وسوځيږي) په ګنبدو کې يې ترې کار واخيست. هماغه د تيمور ښې طرحې او نخچې وې چې د روسانو د ودانيو او دغه راز د تاج محل د رغولو لپاره ترې کار واخيستل شو او د تاج محل ودانۍ هم د هغه د يو لسمي په لاس جوړه شوه.


د اورپا تاريخ د تيمور په شپو ورځو کې ښه روښانه ندى. موږ پوهېږو چې په هغه وخت کې د ونيس ښار د لس کسيزې شورا لخوا اداره کېده، ورينيزي د هغو ورځو موسوليني شو او دا بهير هم د دانت له مړينې يو نسل وروسته پيل شو. پتراک په هغه وخت کې په ليکنو بوخت وو او په فرانسه کې جګړې د خپل بحران سل کاله تير کړي وو او په عين حال کې بور ګونديانو او اورليانستانو د پاريس له جلادانو سره نښتې ګرمې کړې وې او شپږم شارل هم په نيمه ليونتوب کې په بې پرې توګه ننداره کوله.


د اورپا د هغې ورځې تاريخ د دې پېښو څرنګوالى را اخيستى دى. د هغې ورځې اروپا نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه چې کم کم د منځنيو پېړيو له تيارو څخه د وتلو په حال کې وه خو د رنسان شغلې لا نه وې پورته شوې.


اروپا د ختيځ د تمدن وړانګو ته سترګې نيولې وې او له هماغه نظر څخه يې د ختيځ په لوري کتل. کتان، درمل، ورېښم، چيني لوښي او پولاد يې له ختيځ څخه را غوښتل او نقره او سره زر هم په هغو ورځو کې له ختيځ څخه اروپا ته تلل او د همدې توکو په وسيله د ونيس او جنوا ښارونه شتمن او مهم وبرېښېدل. اسپانوي قرطبه او اشبيليه د عربانو په لاس ودان شوي وو او لوړې لوړې ماڼۍ يې پکې ودانې کړې وې، دغه راز قسطينطينيې هم نيمه ختيځه بڼه درلوده.


نن ورځ هغه ځاى چې پکې د سيبر هاخوا دوه پټلۍ نښلي يوه ډبرينه تخته درېدلې چې په يوه لوري يې د اسيا کلمه او په بل مخ يې د اروپا نوم کښل شوى دى. د تيمور پر مهال دا نښه بايده وو چې پنځوس درجې په لويديځ لوي له اوسني ځاى څخه لګول شوې واى، يا په بل عبارت بايد د ونيس په لوري واى. مرکزي اروپا بايد د هغه يو ولايت بلل شوى واى. هغه ولايتونه چې بارونيانو او سرفيانو (بندګانو)پکې ژوند کاوه او ښارونه به له کوچنيو کليو څخه جوړ شوي وو او لکه چې ليکوال ليکي ژوند له ګېلو، چېغو او زاريو څخه عبارت وو.


موږ د اروپا د هغې ورځې د ټولنيزې نندارې په اړه پوهېږو خو هغه کس چې په نړۍ يې د واک چلولو لپاره مټې را نغاړلې وې هغه مهال پورته شوى وو ښه نه پېژنو. د هغې ورځې اروپايانو د تيمور ځمکنى ځواک او قوتونه او د هغه جلال او عظمت شيطاني باله خو څرنګه چې تيمور د هغوى د ملکونو څنډو ته ور ورسېد د هغوى مشرانو هغه ته ليک واستاوه او هغه يې ستر تيمورلان او تاتاري خداى وباله.


د انګليس څلورم هنري چې له خپلو پولو بهر له پروس ملکانو (سردارانو) سره په جګړه بوخت وو د ناپېژاند فاتح فتوحات يې وستايل او د فرانسې شپږم شارل هغه داسې وستايه:


(ستر فاتح او معظم شاهزاده تيمور) او د جنوا هوښيارو خلکو د هغه بيرغ له قسطنطينيې بهر ځوړند کړ او د يونان امپراطور مانويل له هغه د مرستې غوښتنه وکړه. لرد دون هنري چې د خداى په لطف د قسطاله پاچا وو خپل نامي سردار دوهم ګونزاليس کلاويجو يې د تيمور د خدمت د سفير په نوم واستاوه. او کلاويجو تر سمرقند پورې په ستر فاتح پسې لاړ او له ستنېدنې وروسته يې د تيمور د شخصيت په اړه داسې وليکل:


( د سمر قند خداوندګار تيمور لنګ له ټولو ملکونو وروسته د لمر ټاټوبى هند هم لاندې کړ. د لمر ټاټوبى ستر او مهم ملک ګڼل کېږي. تيمور د خوارزم ټاټوبى هم مطيح او مسخر کړ او ايران او مد3 يې هم نيولي دي امپراتور تبريز او د سلطان ښار هم نيولي دي، د ورېښم او دروازې ځمکې يې هم په لاس را وړې او د هند واکوال ته يې ماته ورکړې او د هغه د ټاټوبو ستره برخه يې هم نيولې او د دمشق ښار يې هم نړولى، دغه راز يې د حلب، بابل او بغداد ښارونه هم تر پښو لاندې کړي. د ډېرو ټاټوبو له نيولو او د ګڼو واکوالانو له پرځولو او بې شمېره صوبو له تر لاسه کولو وروسته د ترک بايزيد (هغه د نړۍ له مشهورو واکوالانو څخه دى)په لوري تللى او هغه يې هم په يوه جګړه کې مات کړى او له ځان سره يې بندي کړى.


کلاويجو چې د سمرقند په دربار کې وو او د نړۍ ګڼ واکوالان، د چين او مصر سفيران و نورو شخصيتونه يې د تيمور په خدمت کې ليدلي د هغه شخصيت يې هم هماغه راز نقل کړى دى. هغه هم چې د فرنګيانو د سفير په توګه هلته وو په درنه سترګه ورته کتل ځکه چې د مشهورې وينا له مخې: تر ټولو کوچنى ماهى هم په سمندر کې خپل ځاى او مقام لري.


تيمور د اروپا د پاچاهانو غوندې د عظمت ننداره نه درلوده يواحې د اروپا په تاريخ کې په لنډ ډول د هغه د سلطنت په پړاو کې د ويرې او ډار بېلګې تر سترګو کېږي، خو د اسيا د خلکو لپاره اوس هم تيمور ستر سړى دى.


اوس چې په هغه څه باندې شپږ پېړۍ4 اوړي موږ ته روښانه شوې چې تيمور د نړۍ تر ټولو وروستۍ فاتح ګڼل کېږي. ناپيليون او بيسمارک د هغه په پرتله د تاريخ د زاويو په څنډو کې را ولاړ شوي دي، که څه هم لومړى ي په ناکامۍ کې مړ شو او دوهم يې يواځې د يوه هېواد په سياسي فتوحاتو بريالى شو.


که ګوډ تيمور ستره امپراتوري جوړه کړې وه او په هر بريد کې بريالى وو هغه د خپل وروستي مخالف واکوال د ماتولو په موخه حرکت وکړ خو د لارې په منځ کې يې له نړۍ سترګې پټې کړې، سره لدې چې کافي ځواک يې هم درلود چې هغه له پښو وغورځوي.


د اوس لپاره همدوره، په پام کې ده چې د هغه په اړه پوره کتاب هم په نږدې کې وژباړل شي او تر تاسې در ورسول شي.


په درنښت الهام