کور / کیسه / د ټليفون يارانه

د ټليفون يارانه

منصور ډېرلايقه اوتکړه هلک وه،هغه اوس په سيمه ييزې راډيوکې دوياند په توګه دنده هم لرله اوپه پوهنځي کې هم دخپل صنف اول نمره وه،هغه واده درلوده،خوکله به چې دراډيوپه خپرونه کې ترې پوښتنه وشوه نوده به ويل چې واده نلرم،نوځکه خويې يوه اوريدونکې ملګرې هم پيداکړي وه،هغه جينې ډېره ښايسته وه،هغې منصور نه ؤ ليدلى،اويواځې ټليفوني اړيکې سره درلودي،دوى په ټليفوني خبرو له يواوبل څخه سرقرباناوه،دې ټليفوني مينې پوره يوکال دوام وکړ،حتى کله ،کله خوبه يې يوبل ته تحفي هم دچاپه لاس ليږلې،دوى تراوسه يو اوبل نه دي ليدلي،دې ټليفوني يارانې پوره يوکال دوام درلوده ،څوځله دوى يوبل ته دځان ښودلو لپاره چمتوالى نيوه،خوبيا به هم څه ستونزه پيداشوه اوبيا به يې ونه ليدل ،دواړه ديوبل ليدوته ته ډېرليواله وه .

منصورپه دې ورځوکې ډېرخراب شوى وه،هغه دروشن دياران سيم کارت استعمال دې ته اړکړى وه چې بايد ټوله شپه خبري وکړي،اودورځې دپوهنځى درسونه اوهمدارنګه دراډيوکارونه ورته په غاړه وه ،لکه څنګه چې منصورډيوې ته دروغ ويلې وه چې ګوندې ته دکوژدن نده کړي ،اوچې له پوهنتونه خلاص شم،نوزه له تاسره واده کوم .

ډېوې هم دمنصورخبره تايئدکړي وه اوچې هرڅوک به ددې غوښتوته راغله،نودې به خپل مور اوپلار ددې دورکړې څخه منعه کول،ځکه چې دې خوپه زړه کې منصورتمه درلوده ،منصوردومره شتمن هم نه وه اوپه راډيوکې معاش هم دومره نه وه،نوځکه خويې هروخت کريډيت کارت هم نه شو اچولى، خوهغه ډېرهوښيار وه هميشه به يې دمثقال پيسې په مبايل کې پريښودې ترڅو ډېوې ته پرې مثقال ورکړي .

موږ په دې نه پوهيدو،چې ډيوه دومره کريډيټ دکومه کوي چې منصورسره دومره اړيکې نيسې،هغې دومره خرچه کوله لکه چې په مؤسيسه کې ډالريزه تنخوا وي ،وختونه تيريږي اومرګ ته شپې لنډيږي دمنصور اود ډيوې دملګرتيا اوس پوره يوکال پوره کيږي خوبيا هم دوى تراوسه يو اوبل نه دي ليدلي اومينه يې يواځې دټليفون پرمټ ده،دکوچني اختر شپې ورځې شوې،منصور اونورهمکاران په راډيوکې دى ډېرى اوريدونکې داخترمبارکى لپاره راډيوته راتلل ،په دې وخت کې چوکيدار دننه راغي او ويې ويل څو انجونې دي غواړي دننه راشي منصورلکه چې پوهه وي چې دده ملګرې ډيوه ده اوپوره ديوکال ټليفوني ياراني وروسته سره ليدل کوي غږ وروکړ ماما پريږده چې راشي هغه وړاندې دفترکې يې کينوه .

له ډېيوې سره دهغې دوې ملګرې نورې هم راغلي ترڅو منصور وګوري ،دوى ټولې په يوځانګړې دفترکې ناستي وي دوى ټولو د دفترمسؤل ته خپل ځانونه وروښوده چې موږ دراډيو اوريدونکې يو دوى ډېرپه تلوسه کې وه چې منصور زر وګوري ،ځکه يې غوښتنه وکړه: ښاعليه موږ غواړو ستاسې همکاران وګورايا امکان لري .

د دفترمسؤل ورته وويل بلې دادى اوس به يو،يوستاسې دليدو لپاره راوغواړم ،د دفترهرکارمند راتلو خودوى دمنصورليدوته يواځې سترګې په لاره وي .دى وخت کې رياض چې دراډيو يوبل همکاروه اوله رنګه اوفيشن څخه ډېرجوړوه له منصورسره يوځاى د ډېوې اوملګروخواته يې را غلل .

ډيوه زياته خوشحاله وه چې ګوندې رياض ددې منصوردى اوترخوا يې تورکورم بل همکاردى ځکه چې منصور ورته په بار،بار ويلي وه چې زه ډېرښايسته يم ،ځکه خويې د دفتردمسؤل دمعرفي کولوڅخه ډېوې غږ وکړ اورياض ته يې اشاره وکړه ښاغليه دامنصورصيب دى ؟ واقعاُ ډېرښکلى دى .

دډيوې خبره د دفترمسؤل ورپرې کړه نه دا خورياض دى اوترڅنګ يې ناست منصورصيب دى ، دهغه ددې خبرې سره ډيوې منصور ته وکتل اودهغې رنګه هم له خفګانه تک تورشولکه ديوکال دټليفون خرچي يې ډېرې بې ځايه لاړي وي ،اوصرف دومره يې منصورته وويل : چې زه ډيوه يم اودغه دوه زماملګري دي،اوددې خبرې په کولوسره پاڅيدې او ويې ويل چې موږ نورکورته ځو.

منصورډېرزيات خوشحاله وه چې دده ملګرې يوه ډېره ښکلې انجلۍ ده اوپه نږدې سيمه کې يې سارى نشته،خوډېوه دمنصورپه ليدو ډېره زياته خفه وه،ددوى دتګ سره سم منصورډېوې ته زنګ وواهه ،ډيوې هم تلېفون اوچت کړ او ويې ويل دخداى لپاره منصوره چې ماته نور زنګ ونه وهي ،تاخو ويل چې زه ډېرښايسته يم،ته خوتيارسوډانى يې ،ددې خبرې په اوريدوسره منصور ډېرمايوسه شو او ويې ويل الله پيداکړى يم،زه څه کولاى شم .

ډيوې ځواب ورکړيواځې ماته زنګ مه وهه نورچې هرڅه کوي کوه يې اوددې سره يې ټليفون کته کړ،رياض چې يوتکړه اوښکلى هلک وه د ډيوې په زړه کې دمنصورپرځاى ځانګړى ځاى پيداکړى وه اوډيوه هم اوس دمنصورنه بلکې درياض په سوچونو اوفکرونوکې وه چې څنګه يې ملګرى جوړکړي .