ماشومې هيلې
ښايسته لمر د مني په سړو ورځو کې خپلې تودې وړانګې پر ځمکه لورولې وې اوپه ډيره مينه يې ځمکې ته ډالۍ کولې.ډير ژر يې په هغه کوټه کې چې لمبه په خواږه خوب ويده وه هم خپلې وړانګې خورې کړې.لمرلکه غواړي چې شرارت وکړي د وړې لمبې سترګو سره يې لوبې پيل کړي وې.لمبې به ورو سترګې پرانيستې خو لمر رڼا به نه پريښوده چې سترګې وغړوي او وړې لمبې به بيرته سترګې ژر پټې کړې.څو شيبې همدا لوبه روانه وه خو نور د لمبې زړه تنګ شو او د ځايه پاڅيده،کړکۍ ته ودريده او لمر ته يې وويل:سلام لمر جانه !ته نن بيا تر ما وختي پاڅيدلی يې خو ګوره د مورکۍ نه مې نشې ګټلی هغه تل تر تا مخکې پاڅيږي.
لمبه په منډه د وړې او سړې کوټې نه ووتله. ﻻسونه يې ساړه وو د ګرمولو په موخه يې د کميس په څنډه کې وپيڅل.وړې پښې يې د ساړه نه چاودې شوي وې او پر مخ يې هم ساړه خپلې نښې پريښودلي وې. په بله کوټه کې چې يوه اوږده او لويه کوټه وه دسترخوان غوړيدلی و ګرمه ډوډۍ او چای هم تيار وو او ټوله کورنۍ هم حاضره وه.لمبې چې سترګې په ناري ولګيدې چې تيار دی نو د کوټې په خلکو کې ، د خپلې مور په لټه کې شوه.شا او خوا يې وکتل خو مورکۍ يې نه وه.نو بيا د يو خالي ځای په لټه کې شوه تر څو هلته کيني او يو څه وخوري.
د انا تر څنګ يې لږ ځای وليد چې د دې په فکر هلته ځايده نو په منډه ورغله اوهلته کيناسته.ﻻ سمه ناسته نه وه چې انا يې شا ته ټېله کړه او په غوسه يې ورته وويل: ((ورکه شه ناولې،مخ اوﻻس د نه دي مينځلي او په خيرن مخ ډوډۍ غواړې.زما کالي د راخراب کړل.))
لمبې په خوږو سترګو انا ته وکتل او ويې ويل: ((ادې! مورکۍ خو مې دلته نشته،مور مې چيرته ده؟))
انا يې ځواب ورکړ: ((ﻻ نه ده مړه شوې باندې کوم ځای کې به وي.))
لمبه په منډه باندې ﻻړه او په لوړ اواز سره يې خپلې مور ته نارې وکړې.د انګړ يوې خوا نه يې د مور غږ تر غوږو شو ،په منډه هغې خوا ته ورغله.خپله موريې د اوښکو پاکولوپه حال کې وليده.مورې ډيره غمجنه په نظر ورغله.نو په خپل وړوکي خوږ غږ يې خپلې مور ته وويل:
(( مور جانې ته ولې ډوډۍ نه خورې؟))
موريې وويل:(( زما خوږې مرغزۍ اوس مې زړه ته نه کيږي وروسته يې خورم.ته ورشه ډوډۍ وخوره چې ژر راته لويه شې.))
لمبې خپلې مور ته په ځير سره وکتل او ويې ويل: (( مورجانې! ادې بيا درته ويلي چې داداجان مې تا خوړلی؟ځکه ژاړې؟))
لمبې مورد دې خبرې په اوريدو سره خپلې اوښکې نورنو نه شوې تم کولی ،خبرې يې په ژړا کې ورکې شوې هڅه يې کوله چې لمبې ته ځواب ورکړي خو په ستوني کې غږ بند و.نور يې هيڅ هم ونه ويل لمبه يې تر ﻻس ونيوه مخ او ﻻسونه يې ورته پرېمينځل. لمبه بيرته کوټې ته ﻻړه او د انا تر څنګ يې کيناسته .لمبې يوه ټوټه ډوډی په ﻻس کې واخيسته او په خوند خوند يې په خوړلوپيل وکړ.
انا يې ﻻ هم په غوسې سره لمبې ته کتل او ويې ويل: ((خوره خوره !زما زوی خو تاسو موراو لور وخوړو .اوس مې د الله تاسې نه هم ژرخلاصه کړي.
لمبې په ډير معصوميت سره وويل. (( ادې داداجان مې ما نه دی خوړلی ،اوګوره زما په خيټه کې نشته.وريښمينې ويل چې داداجان مې بمب خوړلۍ.))
انا يې لمبې ته يوه کلکه څپيړه په مخ ورکړه او په ژړغوني غږ يې وويل: ((ﻻ د 5 کلو نه يې او ما سره ژبه کوې؟؟؟))
((تا او بد مرغه مور دې نه دی خوړلی نود چا له لاسه اوس بوره يم؟))
لمبې پر مخ اوښکې لکه سيلاب بهيدې اوپه ژړا کې يې همدا يوه خبره يې څو څو ځلې کوله : ((داداجان مې ما نه دی خوړلی …ما نه دی خوړلی..))
د انا زړه يې ﻻ هم ډک و او د هغې سترګو څخه هم يوه يوه اوښکه راڅڅيده او په دسترخوان به يې يو انځور جوړ کړ.په پړوني يې اوښکې پاکې کړي او لمبې ته يې په ډيره غوسه سره وويل:
(( که زوی مې تا او سپېرې مور ته دې په درمل پسې نه وای تللی ولې به د مزدوری پر ځای ښار ته تلی او په ځانمرګي بريد کې به ځوانيمرګ کيدای….))