کور / z_buitenland_news -- 5 / سرکوزي د دريم ځل له پاره واده وکړ

سرکوزي د دريم ځل له پاره واده وکړ

 


د فرانسې ښورانده جمهور رئيس سرکوزي تېره جمعې شپه د خپلي معشوقې کرلا بروني سره واده وکړ .


د فرانسې “لست رپوبليكن” ورځپاڼي پرون دو شنبې ليکلي دي چې نيکولای سرکوزي دکرلا بروني سره دتیري اوونۍ د پنجشبې په ورځ واده کړی دی خو تر او سه يې  دغه واده په رسمي توګه ندی اعلان  کړی .


تيره اوونۍ سرکوزي په خپله ناسته کې و خبريالانو ته ويلي وه چې دده اړيکي د کرلابوني سره و نازک ځای ته رسېدلي دي .


د ۵۲ کلن سرکوزي دغه دريم واده دی . نوموړی دلومړۍ مېرمني څخه دوه زامن درلودل او ددوهمي مېرمني سيسيليا  څخه يې چې په تېر اکټوبر کې يې طلاقه کړه يو زوی لري .


دغه نوې معشوقه چې د ايټاليا پخوانې مانکن او ننۍ سندرغاړې ده او تر اوسه يې د سرکوزي د دوستانو په ګډون ډېر نور لونډه ګان  هم درلودل د یوه زوی مور ده .