کور / تازه خبرونه / ملي امنیت د سیرینا هوټل دپیښې عاملین نیولي

ملي امنیت د سیرینا هوټل دپیښې عاملین نیولي

دافغانستان دملي امنیت اداری چارواکو ویلي چې دتیرې ورځې دماښام دهغې پیښې ټول عاملین یې نیولي چې په سیرینا هوټل یې یرغل کړی وو. نن له غرمې مخکې په کابل کې دملي امنیت د ادری ریس امر الله صالح یوی خبري ناستې ته وویل چې په کابل سیرینا هوټل څلورو یرغل کوونکی برید کړی، چې دوو تنو له دوی څخه له ځان سره چاودیدونکي توکي لرل او چاودولي یې دي. هغه وویل چې دوه تنه نور یې نیولي، امر الله صالح وویل چې د فاروق او زین الدین په نوم دوو تنو خپل ځانونه په هوټل کې دننه الوزولي، هغه وویل چې فاروق افغان دی خو دزین الدین په نوم ځان وژونکی هویت ندی څرګند، دا ډول امر الله صالح دا هم وویل چې دصلاح الدین په نوم یو تن یې دکالیو دبدلولو په مهال نیولی او دهمایون په نوم بل تن چې ددغو بریدکوونکو دتیاري چارې یې پرمخ بیولي، له برید وروسته تښتیدلی هغه وویل چې نوموړی یې نن په ډرونټه کې نیولی، امر الله صالح دا ډول وویل چې دوی قلعه زمانخان کې دوه شپې دقاري او دهغه دورور کره تیرې کړي، هغه وویل چې دقاري په کور کې دوی ویډیوي کسټې هم ډکې کړی وی.


دملي امنیت مشر ددی پیښې دتلفاتو په اړه وویل چې دری امریکایان، یوه فرانسوۍ ښځه او دوه افغانان پدې پیښه کې وژل شوي او وه تنه نور ټپیان شوي دي. دافغانستان دکورنیو چارو وزارت چارواکو بیا ویلي چې پدی پیښه کې دولس نفره وژل شوي دي، چې یو پکې هم دناروي خبریال وو. دغو بریدکوونکو چې دپولیسو جامې یې په غاړه وي ویل کیږي چې له برید نه یې موخه دناروي دبهرنیو چارو د وزیر له منځه وړل وو. بل لورته دطالبانو دواړه ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او قاري یوسف احمدي ددی پیښې مسولیت په غاړه اخیستی.


د امرالله صالح په خبره چي په دغه بريد کې د ناروې د بهرنيو چارو وزيرپه هوټل كې مېلمه وو خو هغه ته تاوان نه دى رسېدلى .


كابل سرينا هوتل ديوه داسي بريد ښكار شو چې تردامهاله يې مثال په هيواد كې نه ليدل كېږي . اودحينو په وينا څلور ځانمرګي بريد كونكي په يوه وار ورننوتل او دايو  داسي پېښه وه چې ځانمرګو له ځان سره وسلې هم لرلې.