کور / تازه خبرونه / د سپين بولدك او چمن لويه لار بيرته خلاصه شوه

د سپين بولدك او چمن لويه لار بيرته خلاصه شوه

دډيورنډ پركرښه پرتو دچمن اوسېدونكو نن سهار دسپين بولدك او چمن ترمينځ لويه لاره وروسته له هغه بنده كړه چې پاكستاني سرحدي پوليسو يې بولدك ته وړونكي اوړه اوخوراكي توكي راوګرزول . ځايي اوسېدونكو داحتجاج په ډول لاره وتړله او لراوبر ويپاڼي ته يې وويل چې دپيسو دوركړي سره سره يې سرحدي پوليسو مالونه راګرزولي دي .


دكندهار دسپين بولدك چارواكو لراوبر ته وويل چې دآزاد افغانستان له لوري لاره پرانيستې ده خو غرمه مهال پاكستاني سرحدي مليشو دځايي اوسېدونكو غوښتني ومنلې او لاره پرانستل شوه.