کور / تازه خبرونه / د ډيزلي برښنا شبكې ته نوره پراختيا ورکړل شوۀ

د ډيزلي برښنا شبكې ته نوره پراختيا ورکړل شوۀ

په خوست کي د برېښنا په اړه جوړه سوې  غونډه 15-01-2008


د خوست ښارد ډيزلي برښنا شبكې ته د پېنځه اويا ميليونو افغانيو په لګښت نوره هم پراختيا ورکړل شوۀ
خوست والي ښاغلي ارسلاجمال نوموړي پروژه دپټي په پري کولو پرانيسته ددي پروژي ټول لگښت چي پنځه اويا ميليونه افغاني کيږي د پي ارټي ډلي لخوا ورکول کيږي ارسلا جمال وويل مخکي تردي دخوست ښار ته ددريو جرنيټرونو پواسطه دري زره لاينه بريښنا ورکول کيده چي ددي پروژي په فعاليدو سره به دخوست ښار دبريښنا ستونزه يو څه حل شي او بريښنا به پراختيا ومومي .
دي وايي چې په وار وار يې د افغانستان  له برښنا وزارت څخه  د مرستې غوښتنه كړې، خو د هغوى تش پلاوى هم دې ولايت ته نه دى راغلي په همدي اړه د خوست د ولايتي شورا مشر داؤدخان  شهيد زوى يو ځل بيا د برښنا پر وزير اسماعيل خان تور ولګاوه، چې خوست ته د برښنا  راوستو په برخه كې د زړه له تله كارنه كوي او په خبره يې نه غواړي چې خوست له برښنا څخه برخمن شي .